هرات کې د هندۍ موسسې مشر تښتول شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې مخکې د همدې هرات ښار په زړه کې د هندوستان پر کونسلگرۍ بريد وشو.

په افغانستان کی د جي ار سي هندۍ موسسې مشر، پریم کمار نن ( دوشنبه ۲ جون ) په هرات کی د ناپېژندل شویو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی دی.

د هرات والی سید فضل الله وحیدی پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړې موسسې د ښوونې او روزنې دودې په برخه کې فعالیت کاوه.

چارواکي وایي ښاغلی پریم کمار، چی د یوه ښونځي د پرانیستلو په موخه د زنده جان ولسوالۍ ته تللی و، د سعادت په ښارګوټی کی نن غرمه تښتول شوی دی.

د دغه سړی تښتونی پړه چا تراوسه په غاړه نه ده اخستې.

له دې مخکې د همدې هرات ښار په زړه کې د هندوستان پر کونسلگرۍ بريد وشو. برید څو ساعته دوام وکړ خو د کونسلگرۍ مامورينو ته په کې کوم زيان وانه وښت.

تېرو ۱۲ کلونو کې پلازمېنه کابل کې د هند پرسفارت، هندي کار کوونکو او انجينرانو هم بريدونه شوي دي چې مسوولیت يې وسله والو طالبانو منلی دی.

هند سيمه کې د افغانستان يو لوى دوست بلل کېږي چې تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره سترې مالي مرستې کړې، چې کچه یې نژدې دوو میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

دي ان وروستيو کې يې دا هم ويلي چې د افغان افسرانو پر روزنې سربېره افغان امنيتي ځواکونو ته به د پوځي وسايلو او تجيهزاتو په برابرولو کې هم مرسته کوي.

ورته مطالب