'خوشي شوي طالب مشران امنیتي ګواښ نه پېښوي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا له سفیر نه دا پوښتنه بیا بیا کېده، چې امریکا ولې پر کونړ د پاکستان له لوري د راګیټي بریدونو پر وړاندې چوپه خوله ده.

په کابل کې د امریکا سفیر وايي، له ګوانتانامو زندان نه خوشي شوي پنځه طالب مشران نه هم افغانانو او نه هم امریکایانو ته امنیتي ګواښ پيښولای شي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف پخپل راپور کې کاږي، سفیر جیمز کنینگم په کابل کې خبریالانو ته وویل، امریکا له افغان حکومت سره داسې هوکړه نه لري، چې له مخې به یې دغه خوشي شوي طالبان افغان حکومت ته سپارلې وای. خو نوموړی زیاته کړه، چې افغان حکومت له د طالب بندیانو له ازاديدو خبر و.

په کابل کې د امریکا د سفیر نژدې څلویښت دقیقي خبري ناسته تر ډیره د یوه امریکايي سرتیري په بدل کې د پنځو طالب مشرانو پر خوشي کېدو، د پاکستان له لوري پر افغان خاوره پر بریدونو او په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو ورټولې وي.

د امریکا سفیر جیمز کنینګم د هغو اندېښنو د لرې کېدو لپاره چې ګنې ښايي له ګوانتانامو زندانه د دغو طالب مشران خوشې کېدل د افغانستان لپاره ګواښونه راپوته کړي، وویل چی دوی تر څارنې لاندې دي او هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه دی.

ښاغلي کنینګم په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه، چې دغه طالب زندانیان یې د قطر د چارواکو په منځګړتوب یوازې او یوازې د خپل بندي سرتېري د ژغورلو لپاره ازاد کړي:

''د دغې تبادلې لپاره خبرې له دقطر له حکومت سره له ډیره وخت راهیسې روانې وې. زموږ خبرې اصلا له قطري چارواکو سره وې. موږ د دوی له دغې همکارۍ نه ډیر منندوی یوو. موږ ډاډ لرو، چې خوشې شوي طالبان تر کافي څارنې لاندې دي، زموږ ګټو او موږ ته هیڅ ګواښ نه شي پيښولای''.

په همدې حال کې افغان حکومت نیوکه کړې وه، چې درېم هېواد ته د دافغان بندیانو سپارل د نړیوال قانون خلاف کار دی.

خو د امریکا دغه لوړپوړی دیپلومات وايي، د افغانستان له حکومت سره یې داسې هوکړه نه ده کړې له مخې یې دغه طالبان مشران افغانستان ته سپارلې وای:

''موږ داسې هوکړه نه درلوده، چې له مخې یې موږ دغه طالبان افغانستان ته راوړي وای. له وړاندې داسې پریکړه شوې وه، چې دغه طالب مشران به له خوشې کیدو وروسته دوحې ته ځي. او ستاسې حکومت هم له دغې موضوع نه له وړاندې خبر وو''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د طالبانو مشر ملا محمد عمر د خپلو بندیانو راخوشې کېدل یو لوی بری بللی دی.

په کابل کې دامریکا سفیر دارنګه وویل، که د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړه اخیزه امنتي تړون لاسلیک شي، تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې نژدې لس زره سرتیري پریږدي.

د امریکا له سفیر نه دا پوښتنه بیا بیا کېده، چې امریکا ولې پر کونړ د پاکستان له لوري د راګیټي بریدونو پر وړاندې چوپه خوله ده.

د هغه ځواب دا وه، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په اوږدمهالي ستراتیژیک تړون کې داسې څه نشته چې امریکایي پوځیان دې په دغه ډول حالت کې پوځي اقدام وکړي.

خو د هغه ټینګار دا وه، چي دوی هڅه کوي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

دغه طالب مشران، دوه ورځې وړاندې د هغه امریکا سرتیري په بدل کې خوشي شول، چې پنځه کال له طالبانو سره بندي و.

ورته مطالب