مخ پټو کسانو د طالبانو ۱۲ قومندانان ولې اعدام کړل؟

نورستان
Image caption د نورستان کامدیش ولسوالي د طالبانو د پراخ شتون له کبله څو ځلې کله طالبانو او کله بېرته حکومت نیولې ده.

افغان چارواکي وايي د پاکستان له "لشکر طیبې" سره تړلې سل کسیزه ډله نورستان ته وردننه شوې، تور نقابونه لري او د طالبانو وسله وال وسله وال جنګیالي طالبان وژني.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي دغه ډله د پاکستان د بنسټګرې "لشکر طیبې" سره تړلې ډله ده.

د سیمه ییزو چارواکو په باور دغې ډلې تر اوسه د کامدیش په ولسوالۍ کې ۱۲ طالب قومندانان به دې تور وژلي چې ولې یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د ټاکنو په ګډوډولو کې پاتې راغلي.

زموږ خبریال ملیار صادق ازاد چې نورستان ته تللی، دغه رپوټ یې چمتو کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (جون پنځمه) ځینې خبریالان د نورستان مرکز پارون ته له ځان سره بوتلل، چې هلته له سیمه ییزو چارواکو د دغو مشکوکو فعالیتونو په اړه وپوښتي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم خبرداری ورکړی، که چېرې د دغې سل کسیزې ډلې مخنیوی ونه شي، نورستان به د پاکستان د وزیرستان په څېر شي.

Image caption د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم خبرداری ورکړی، که چېرې د دغې سل کسیزې ډلې مخنیوی ونه شي، نورستان به د پاکستان د وزیرستان په څېر شي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، دغه ډله "په مخ پټو"کسان مشهوره شوې ده، چې په وروستیو کې یې د نورستان کامادیش ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو دوولس قومندانان اعدام کړي دي.

د نورستان والي زیاتوي، دغه ډله د پاکستان له "لشکر طیبه" سره تړاو لري، چې افغانستان کې د ځینو طالب قومندانانو له منځه وړلو لپاره ګومارل شوې ده.

خو تر اوسه د پاکستاني اورپکې "لشکر طیبه" ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي، او افغان چارواکي هم د دغو مخ پټو کسانو په اړه ډېر معالومات نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت دارې په نورستان کې خبریالانو ته یوه داسې وېډیو هم ورکړه، چې یو شمېر مخ پټي کسان پکې څلور کسان د اعدام دړې ته بیايي او هلته یې راځړوي.

په نورستان کې سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته له افغان حکومت د دغو کسانو د فعالیتونو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په نورستان کې د مخ پټو کسانو فعالیت نوې خبره نه ده.

په ۲۰۱۲ کال کې هم، د ورته کسانو د فعالیت خبرونه خپاره شول، خو دوې میاشتې مخکې د افغانستان په کندوز او فاریاب ولایتونو کې هم د دغو کسانو د فعالیت خبرونه ورکړل شول.

Image caption د افغانستان د ملي امنیت دارې په نورستان کې خبریالانو ته یوه داسې وېډیو هم ورکړه، چې یو شمېر مخ پټي کسان پکې څلور کسان د اعدام دړې ته بیايي او هلته یې راځړوي.

نورستان د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان له قبایلي سیمو سره نژدې سل کیلومتره ګډه پوله لري، چې د همدې غرني ولایت له لارې اورپکي د افغانستان خاورې ته د جنوبي او شمال ختیځ ولایتونو د ناامنه کېدو لپاره رااوړي .

د نورستان کامدیش ولسوالي د طالبانو د پراخ شتون له کبله څو ځلې کله طالبانو او کله بېرته حکومت نیولې ده.

ورته مطالب