اچول شویو رایو په اړه یو لړ شکایتونه وڅیړل شول

د انځور حقوق
Image caption خپله قیوم کرزي څه نه دي ویلي خو د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر مسوولین وايي تر منځ یې خبرې دوام لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه شکایتونه وڅېړل چې ډېری یې صندوقونو کې د اچول شویو او اعلان شویو رایو تر منځ د توپیر په اړه وو. بلې خوا ته ځینو ګوندونو او سیاستوالو د دوو مخکښو نوماندانو ملاتړ کړی.

د نوماندانو کمپاینرانو داسې تورونه هم لګول چې ګواکې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مشخص کاندید تصویرونه پرې کړل شوي دي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې وايي د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون په خپله پنځمه ښکاره غونډه کې ولایتي شورا ګانو د ټاکنو له ۵۰۰ ډېر شکایتونه وارزول.

چارواکي وايي تر اوسه ارزول شویو ډېری شکایتونو کې کاندیدان ډېر شکایت له دې کوي چې په صندوقونو کې د اچول شویو رایو او ټاکنو کمېسیون له لوري وروستیو پایلو کې اعلان شویو شمېرو تر منځ توپیر لیدل کېږي.

د دغه کمېسیون د چارشنبې ورځې غوڼده کې د ختیځ او سوېل ختیځ زون شکایتونه وارزول شول او پنجشنبې په ورځ به د مرکزي زون شکایتونه وڅیړي.

بله خوا د ټاکنیزو منډو ترړو بهیر کې د حرکت انقلاب اسلامي په نوم ګوند او دغه راز د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي د کمپاینرانو یوې ډلې له اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

خپله قیوم کرزي څه نه دي ویلي خو د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر مسوولین وايي تر منځ یې خبرې دوام لري.

دې سره په دوو نورو غونډو کې چې کابل کې ترسره شوې د ۳۰ مدني ټولنو غړو او د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي او ملګرو یې هم له ډاکټر اشرف غني نه ملاتړ وکړ.

بل لور ته یوه بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله فراه ته لاړ او له سیمه ییزو قومي مشرانو سره یې ولیدل.

د نوموړي ټاکنیز دفتر مسوولین وايي د سیمې مشرانو ورته په خپله سیمه کې د رایې اچوونې مرکزونو لږ والي په اړه شکایت وکړ چې وايي دوی به د ټاکنو له کمېسیون سره دغه موضوع شریکه کړي.

په هرات کې بیا د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین کارکونکو د یوې غونډې په ترڅ کې تور پورې کړ چې ځینې سیالان یې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې تبلیغاتي انځورونه څېري.

دوی له چارواکو او خپلو سیالو کمپاینرانو غوښتنه وکړه چې له دوی سره په شریکه د دغه کار مخه ونیسي.

ورته مطالب