د امریکايي سرتېري د خوشي کېدو وېډیو خپره شوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبانو د هغه امریکايي سرتېري د خوشي کولو وېډیو خپره کړې ده، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دوی په بند کې و.

امریکایی سرتېري بو برګدال څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختيځ کې امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو، خو په مقابل کې یې امریکا له ګوانتانامو زندان نه د طالبانو پنځه جګپوړي بندیان خوشي او په قطر کې یې چارواکو وسپارل.

په خپره شوې وېډیو کې، چې ویل کیږي، په خوست ولایت کې ډکه شوې امریکایی سرتېری په یوه پیک اپ کې ناست دی، خو کله چې چورلکه ورته رارسېږي، طالبان یې تر چورلکې پورې ور رسوي.

دغه امریکایی سرتېري د تېرې شنبې پر ورځ خوشی شو.

له ګوانتانامو زندان نه د پنځو طالب بندیانو د خوشي کېدو پرضد د امریکا جمهوریت غوښتونکو نیوکې وکړې او دا کار یې د امریکایانو ژوند ته خطر وباله.

خو تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر وویل، خوشي شوي طالب بندیان نه د امریکا ګټو او نه هم د افغانستان امنیت ته خطر پېښولی شي.

دوو خوشي شویو طالبانو هم ویلي وو، چې د سولې راتلو ته به هلې ځلې وکړي.

د انځور حقوق
Image caption دغه امریکایی سرتېري د تېرې شنبې پر ورځ خوشی شو.
د انځور حقوق AL EMARA
Image caption برګډال په خوست ولایت کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو
د انځور حقوق
Image caption دغه امریکایی عسکر په ۲۰۰۹ کال افغانستان کې نیول شوی و
د انځور حقوق
Image caption بو برګډال په یوه ټاټسن کې ناست دی چې امریکایانو ته د سپارل کېدو شېبې شماري

د امریکا پوځ وايي، د برګډال د نیول کېدو په اړه به پلټنه وکړي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي هم ویلي، که چېرې ثابته شي، چې ضابط برګډال له خپلې اډې پخپل سر وتلی، د محاکمه کېدو امکان یې ډېر دی.

وړاندې امریکايي ولسمشر بارک اوباما ويلي وو، د ګوانتانامو له زندان نه د خوشي شويو پنځو طالب بنديانو د امنيت په اړه يې د قطر له حکومت ضمانت ترلاسه کړی دی.

دغه وېډیو د چارشنبې په ورځ خپره شوې ده، چې په دودیزو افغاني کالیو کې مخ پټي وسله وال په یوه موتر کې د انتظار په حالت کې پکې لیدل کېږي.

یو شمېر په وسلو سمبال کسان موټر ته نژدې او د تپې په لمن کې لیدل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption د برګډال مور او پلار جاني او رابرټ برګډال د خپل زوی د خلاصون لپاره نه ستړېدونکې هلې ځلې وکړې
د انځور حقوق
Image caption د برګډال پلرنۍ سیمې د هغه د خوشي کېدو خوښي ولمانځله

دغه امریکایی سرتېري د خوست ولایت په عليشیر ولسوالۍ کې د پاکستان سرحد ته نژدې امریکایانو ته وسپارل شو.

د خوشي شوي سرتېري مور او پلار، چې د خپل زوی د خلاصون لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې، وايي چې تر اوسه له خپل زوی سره نه دي غږېدلي.

د هغه پلار وايي، زوی یې لومړی جرمني ته د ابتدايي درملنې لپاره استول شوی او بیا د ټکساس ایالت پوځي روغتون ته بېول شوی دی.

ورته مطالب