پاکستان ته د بسم الله محمدي خبرداری

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په دویمه او وروستۍ ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل، که د پاکستان حکومت پر افغانستان خپل توغندیز بریدونه ونه دروي، افغانستان به ورته عمل ترسره کړي.

نوموړي د پاکستان دا عمل د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری وباله.

ښاغلي محمدي زیاته کړه د افغانستان امنیتي ځواکونه د هر ډول ترهګریزو بریدونو ځواب ورکولی شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر وویل "څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د ټېلېفون له لارې خبرې وکړې او د کونړ پر ولایت یې د توغندیزو بریدونو سملاسي بندول وغوښتل. ولسمشر همدا شان د هېواد امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې، که دا شان بریدونه ونه درېږي، باید ځوابیه عمل ترسره شي ".

د انځور حقوق
Image caption محمدي د پاکستان له لوري د بریدونو دوام د هېڅ هېواد په ګټه ونه باله او ویې ویل هغه به خطرناکې پایلې ولري.

محمدي همدا شان خبرداری ورکړ، که په پاکستان کې د ترهګرو اډو ته پام ونه شي، نو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هغه ګواښونه بیا پیل شي چې په ۲۰۱۱م کال کې په نړیواله کچه رامنځ ته شوي وو.

نوموړي د پاکستان له لوري د بریدونو دوام د هېڅ هېواد په ګټه ونه باله او ویې ویل هغه به خطرناکې پایلې ولري.

د نوموړي په وینا د افغنستان د بهرنیو چارو وزارت دا مساله له دېپلوماتیکو لارو چارو را پورته کړې ده.

ښه او بد خبر

نوموړي خبري ناستې ته وویل، دا مساله په عمومي غونډه کې راپورته نه شوه خو په هغو خبرو اترو کې چې دوی د ناټو د غړو او نورو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره په دې موضوع په څرګنده خبرې وکړې او د نظریو راکړه ورکړه وشوه.

ښاغلي محمدي د ایساف ـ ناټو هېوادونو له مالي ژمنو مننه وکړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د نوموړي په وینا دا د افغانستان لپاره ښه او د حکومت مخالفینو لپاره بد خبر دی.

بسم الله محمدي زیاته کړه، د افغانستان امنیتي ځواکونه زیات پرمختګونه کړي او د افغان ولسمشریزو ټاکنو لومړي پړاو دا وښودله چې دوی د امنیت ساتلو وړتیا لري، خو زیاتې روزنې ته اړتیا لري.

د هغه په وینا د افغانستان په وړاندې زیاتې ننګوني شته او ملي امنیتي ځواکونه به ورسره مبارزه کوي.

د ښاغلي محمدي په وینا د ناټو غړي هېوادونه به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او په نورو جګړه ییزو عملیاتو کې پوځ په خپل سر عملیات کوي او د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري.

پر عین مهال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اروپا کې ناټو متحدینو ته د پوځي او نورو روزنیزو چارو لپاره د یوه میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د دغو پیسو اعلان پر اوکراین د روسیې د برید په وړاندې د ناټو د غبرګون برخه ده.

ناټو چمتو ده چې د ځواکونو د پوځي سمبالتیا په ګډون، د روزنې چارې او استخباراتي ګزمې ترسره کړي چې روسیې ته وښيي، نه شي کولی پر اوکراین د دوی پر برید سترګې پټې کړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پر داسې مهال پای ته رسېږي چې په همدې ښار بروکسل کې د اوو سترو صنعتي پر مختللو هېوادونو غونډه روانه ده. په غونډه کې د اوکراین پر بحران خبرې کېږي.

دا له روسیې سره د کریمیا تر یو ځای کولو وروسته لومړنۍ غونډه ده چې روسیه پکې برخه نه لري.

ولسمشر اوباما تر دې وړاندې په پولند کې وویل د اوکراین له نوي حکومت سره به مرستې ته دوام ورکړي.

ورته مطالب