راسموسن: ناټو له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو د وړتیا ستاینه وکړه او ویې ویل دغو ځواکونو وښودله چې د هېواد امنیت په خپله ساتلی شي.

د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وویل تر ۲۰۱۴م کاله وروسته چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسېږي د ناټو نوی پرېکړنده ماموریت به پیلېږي.

نوموړي وویل پر دې سربېره به ناټو له افغانستان سره اوږدمهالې همکارۍ ته ژمنه پاتې کېږي.

د ناټو سرمنشي د وزیرانو له غونډې وروسته وویل که د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شي نو تر ۲۰۱۴م کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، ملاتړ او افغان حکومت ته د سلا ورکولو ماموریت دوام وکړي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د تېرې اوونۍ له اعلانه ملاتړ وکړ چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ټول پوځي عملیات پای ته ورسېږي او تر ۲۰۱۶م کال پورې به په افغانستان کې یوازې ۹۸۰۰ امریکایي سرتېري پاتې کېږي.

د ناټو د سرمنشي په وینا افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د هېواد د چارو پوره مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي.

د ښاغلي راسموسن په وینا افغان ځواکونو د ولسمشریزو ټاکنو په لومړني پړاو کې دا ثابته کړه او ټینګ امنیت یې نیول و.

ښاغلي راسموسن یو ځل بیا د امریکا او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ د تړون پر لاسلیک ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ولسمشرۍ ته دواړو وتلو نوماندانو ویلي چې د بري په صورت کې به سملاسي دا تړون لاسلیکوي.

تر دې وروسته به د ناټو او افغانستان حکومت تر منځ بل تړون لاسلیک کېږي.

د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو د وړتیا ستاینه وکړه او ویې ویل دغو ځواکونو وښودله چې د هېواد امنیت په خپله ټینګولی شي.

ورته مطالب