"د عبدالصمد روحاني پر دوسیې جدي تحقیقات کېږي"

Image caption عبدالصمد روحاني د وژل کېدو پرمهال ۲۵ کلن و او له هغه دوه میرمنې او یوه لور پاتې ده.

د هلمند ولایت چارواکي وايي لا هم نه دي توانیدلي چې د بي بي سي د خبریال عبدالصمد روحاني د قاتلینو څرک ولګوي خو دوی یې پر دوسیې په جدي توګه کار کوي.

د چارواکو په وینا په هلمند کې زیاتره خبریالان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د بي بي سي خبریال عبدالصمد روحاني د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۷ نېټه په هلمند ولایت کې نادرکه شو او په سبا یې مړی په لښکرګاه کې وموندل شو.

له کابله خوشحال تایب په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي افغان چارواکو د عبدالصمد روحاني له وژلو کېدو سره جوخت ويلي وو چې د هغه وژونکي به ډېر ژر تر موندلو وروسته د قانون منگولو ته وسپاري، خو د شپږو کلونو په تېرېدو لا هم نه دي توانېدلي چې د هغه د وژونکو څرک ولګوي.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک د روحاني د وژنې پېښه مرموزه بولي خو زیاتوي چې د دغه ولایت امنیتي چارواکي په ټینګه سره خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

وړاندې تر دې د هلمند ولایت خبریالانو، شاعرانو او ليکوالانو ویلي وو چې افغان حکومت د هغه د وژونکو په موندلو کې ناغيړي کوي.

طالبانو د هغه د وژنې ادعا رد کړې وه.

عبدالصمد روحاني د وژل کېدو پرمهال ۲۵ کاله عمر درلود او درې کاله یې د بي بي سي پښتو او دري څانګو لپاره کار وکړ.

له عبدالصمد روحاني دوه مېرمنې او یوه لور پاتې دي.

ورته مطالب