اشرف غني: حکمتیار او ملا عمر دې راسره د سولې پر مېز کیني

د انځور حقوق AFP
Image caption ډاکټر عبدالله عبدالله د ده په ملاتړ ټولو شویو ورزشکارانو ته وویل چې په افغانستان کې د ورزش غوړولو لپاره ډېر پروګرامونه لري.

د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له دوو مخکښو نوماندانو د ملاتړ په لړ کې نن هم په يو لړ غونډو کې بېلابېلو بنسټونو او ډلو له دوی نه ملاتړ وکړ.

په کندهار کې اشرف غني احمدزي د حکومت پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، چې راشي او د سولې په مېز ورسره کېني.

عبدالله عبدالله هم د ده په ملاتړ راټولو شويو کسانو ته وویل چې پرته له قومي او ژبني توپيره ټولو ته په يوه سترګه ګوري.

د دوو مخکښو نوماندانو د ټاکنيزو منډو ترړو په اړه له کابله عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې وايي د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي په کندهار کې خپلو پلویانو ته وویل که بریالی شي نو داسې یو حکومت به جوړ کړي چې ټول افغانان په کې یو شان حقونه ولري.

ښاغلي غني د اسلامي حزب پر مشر ګلبدین حکمتیار او د طالبانو پر مشر ملا محمد عمر غږ وکړ چې راشي او د سولې په مېز کې ورسره کيني.

نوموړي وویل د تلپاتي سولې مانا دا ده چې د افغانستان ټول درانه شخصیتونه په سوله کې ژوند وکړي.

د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې نن جمعه (غبرګولي ۱۶مه) ودان ګوند د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام د ګوند د ټاکنیز ډلې ملاتړ اعلان کړ.

د نوموړي ګوند غړو وویل چې دوی د کوم امتیاز د ترلاسه کولو په خاطر د اشرف غني له ډلې سره نه دي یوځای شوي بلکې دا یې دنده ده چې د خپلې راتلونکې لپاره غوره لاره انتخاب کړي.

دغه راز د کابل په لویدیځه څنډه کې په یوه غونډه کې شاخوا ۱۲۰ ټولنیزو بنسټونو له اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

بل خوا د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ده په ملاتړ ټولو شویو ورزشکارانو ته وویل چې په افغانستان کې د ورزش غوړولو لپاره ډېر پروګرامونه لري.

په همدې حال کې د کانونو پخواني وزیر وحیدالله شهراني له ښاغلي عبدالله نه خپل ملاتړ څرګند کړ.

نوموړی د عبدالقیوم کرزي لومړی مرستیال و چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شو.

د محمد اکبري په مشرۍ د وحدت ملي افغانستان ګوند او د ندا ټولنیزې شورا هم د اصلاحاتو او همپالنې ګوند نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ورته مطالب