"د پاکستان له لوري پر ختیځو سیمو هر ورځ بریدونه کېږي"

Image caption د کونړ ولایت امنیه قومندان حبیب سیدخیلي بي بي سي ته وویل په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري تر ۱۰۰ توغندیو د افغانستان پر خاوره توغول کېږي.

افغان حکومت د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستان له خوا د توغندیو بریدونه غندلي او ژر تر ژره یې د درولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي پاکستاني ځواکونه هره ورځ پر څو سرحدي ولسوالیو بریدونه کړي او دوه جنګي جیټ الوتکې هم د افغانستان فضا ته ننوتي دي.

په دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې د افغان چارواکو له خولې وايي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت پر دانګام، لالپورې او شیګل ولسوالیو او د افغانستان په ختیځ کې پر ځینو نورو سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي دي.

دغه راز دوه جنګي جیټ الوتکې هم د افغانستان فضا ته ننوتي دي.

د کونړ ولایت امنیه قوماندان حبیب سیدخیلي بي بي سي ته وویل په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري تر ۱۰۰ توغندیو د افغانستان پر خاوره توغول کېږي.

د غبرګولي له څلورمې نیټې را په دېخوا هره ورځ د پاکستان د پوځیانو له خوا د ډیورنډ کرښې پر افغان لوري د توغندیو ډزې کېږي.

آن تر دې چې په یوه ورځ یې ۳۶۵ ډزې هم کړې دي.

د چارواکو وینا ده چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا شاوخوا۱۱۰ توغندي د افغانستان پر دریو سرحدي ولسوالیو توغول شوي دي.

افغان حکومت وايي دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د دواړو هېوادو د خلکو اړیکو ته سخت زیان رسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل د دغو بریدونو له دوام سره به د افغانانو حوصله هم پای ته ورسېږي او ښايي د خلکو په ذهنونو کې د ورته عمل روحیه پیدا ته شي.

د دغو بریدونو دوام په افغانستان کې دننه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی او د کابل او اسلام آباد اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

له تېرو دریو ورځو راهیسې د افغانستان ختیځ او ځینې نور ولایتونه د پاکستان ضد لاریونونو شاهد وو.

پاکستان څو ورځې وړاندې ویلي وو چې وسله وال طالبان د ډيورنډ کرښې له بلې غاړې د دوی پر سرحدي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان د توغندیو د بریدونو د دوام په صورت کې به په ورته عمل لاس پورې کړي.

ورته مطالب