بغلان کې سیلابونو لسګونه کسان وژلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ځايي چارواکي وايي په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د افغانستان له شمالي ولایت بغلان نه راپورونه وايي دغلته راوتلو سېلاوونو شاوخوا ۵۰ کسان وژلي او لسګونه نور لادرکه دي.

راپورونه وايي تېره شپه شاوخوا درې بجې په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ګڼ باران له کبله سیلابونه راووتل، چې پایله کې یې نژدې څلورو زرو کورونو ته زیان اوښتی.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، ځايي پولیسو تایید کړې، چې د ۵۰ کسانو مړي موندل شوي، چې وايي د سیلابونو له کبله وژل شوي او ۲۰۰ نور لاهم بې درکه دي.

دغه سېلاوونه تېره شپه له سختو اورښتونو وروسته راوتلي او ځايي چارواکي وايي په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، باران تېره ورځ ( جون شپږمه ) پیل شو او د شپې تر ناوخته اورېده، چې له کبله یې سیلابونه راووتل.

د نوموړي په وینا اوس مهال ( د شنبې په سهار ) باران درېدلی او دوی د ژغورنې او مرستې چارې پیل کړې دي.

نوموړي وویل، له شاوخوا ولسوالیو یې هم د مرستندویه چارو لپاره پولیس غوښتي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، سیلابونه د بغلان په دریو ولسوالیو کې راوتلي او د سر زیان ترڅنګ یې سلګونه څاروي وړي او په سلګونه جرېبه ځمکه یې هم لاندې کړې ده.

د سږ کال پسرلي کې د یو شمېر طبیعي پېښو له کبله د سر او مال درومند زیان اوښتی.

د هېواد په شمالي سرپل، بغلان او جوزجان ولایتونو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونو راوتولو له کبله ګڼ کسان وژلي شوي، څاروي له منځه تللي او کرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی.

بل لور ته د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېدنې له کبله سلګونو کسان ووژل شول او کورونه یې تر خاورو لاندې شول.

ورته مطالب