'یوه اونۍ کې به د ښوونیز نصاب کتابونه واستول شي'

Image caption د لرې پرتو ولایتونو زده کونکي داسې مهال له اړینو کتابونو بې برخې دي،چې د نوي نصاب کتابونه د بازارونو په هټویو کې نه موندل کېږي.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي چې په یوې اونۍ کې به د ټولو ولایتونو ښوونځیو ته د پوهنیز نصاب کتابونه استول پیل کړي.

د یاد شوي وزارت د اطلاعاتو ریس کبیر حقمل ویلي دي چې په اړونده برخه کې د مرستندوی هېواد امریکا ناغیړي د دې لامل شوه چې د پوهنیز کال تر پیلیدا دوې میاشتې وروسته هم ولایتونو ته کتابونه و نه رسیدل.

دا په داسې حال کې ده ،چې د ګڼ شمېر ولایتونو زده کونکي وايي د کتابونو د نشتوالي له کبله یې پوهنیز بهیر ټکنی شوی دی.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، شاوخوا دوې میاشتې وشوې چې د افغانستان په ولایتونو کې د پوهنیز کال د پیلدا ټالۍ ټنګیدلې، خو لا هم د پوهنې وزارت له خوا د نصاب کتابونه نه دي وررسیدلي.

د روزګان ولایت زده کونکي به بیلګه کړو، دوی وايي چې د کتابونو د نشتوالي له کبله یې ځینې لوستونه په ټپه ولاړ دي او د یو شمېر نورو په لړ کې پر یوه کتاب ډله ماشومان را ټول وي.

د روزګان ولایت پوهنیز چارواکي هم د ښوونځیو د کتابونو پر نشتوالي سترګې نه پټوي او مني چې تر ډېره لومړني او منځني ښوونځي له دغې ستونزې سره مخامخ دي.

په کابل کې د پوهنې وزارت د دغې تشې پړه د اړوندې برخې پر مرستندوی هېواد امریکا اچوي چې ګواکې پر ټاکلي وخت یې چاپ خونو ته د چاپ لګښتونه ورنه کړل، چې په وینا یې له همدې کبله ولایتونو ته کتاب استونه وځنډیده.

د یاد شوي وزارت د اطلاعاتو مشرکبیر حقمل وویل، چې په یوه اونۍ کې به لرې پرتو ولایتونو ته د نصاب کتابونه استول پیل کړي.

د لرې پرتو ولایتونو زده کونکي داسې مهال له اړینو کتابونو بې برخې دي،چې د نوي نصاب کتابونه د بازارونو په هټویو کې نه موندل کېږي او که وموندل شي، ډېری زده کتونکي یې د بې وزلۍ له کبله د پیریدلو توان نه لري.

ورته مطالب