د ټاکنو ښه سنبالښت لپاره ۱۱ سپارښتنې شوې

Image caption بنسټ له څارونکو هم غوښتي چې د شکایتونو د مستند کولو په نیت له کمېسیون سره ګډ کار وکړي.

په افغانستان کې يوه ټاکنیز څار بنسټ، د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د ښه سنبالښت په موخه خپلې سپارښتنې پر ډاګه کړې دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) ویلي دي چې د بنسټیزو ټاکنیزو توکیو خوندیتوب او د نوماندانو او د هغوی د ټاکنیزو بنسټونو د سر د کسانو امنیت باید په پام کې ونیول شي.

تیفا د ټاکنو له خپلواکه کمېسیونه هم غوښتي، چې د بهیر د رڼاوي په موخه، له مخکې اعلان شوی مهال وېش پلي کړي.

له کابله مصطفی سالک خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د ښه سنبالښت په موخه ۱۱ سپارښتنې کړې دي.

دغو سپارښتنو کې د بنسټیزو ټاکنیزو توکیو، نوماندانو او د هغوی د ټاکنیزو بنسټونو د سر سر د کسانو امنیت خوندي کول، د سپارښتنو د نوملړ په لوړ پوړ کې ځای لري.

تیفا د رای پاڼو د کمښت د مخنیوي په موخه د راڼه چلند غوښتنه کړې ده او دا يې هم ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دی د ټاکنیز بهیر د روڼاوي په هیله له مخکې اعلان شوی مهال ویش پلی کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو له کمېسیونه د دې خبرې د ضمانت غوښتنه هم کړې ده، چې د تېر پړاو د درغلو کارکونکو پر ځای به سپین او ژمن کسان ګوماري.

بنسټ له څارونکو هم غوښتي چې د شکایتونو د مستند کولو په نیت له کمېسیون سره ګډ کار وکړي. سربېره پر دې وايي چې شکایتونه باید په راڼه ډول و ارزول شي.

تیفا ویلي هلته چې د ښځینه رایې کارونکو د پلټنې لپاره ښځینه پولیسانې نه شته له قامي مشرانو او مدني ټولنې دې وغوښتل شي چې یو شمېر ښځې پر دې دندې وګوماري.

یاد شوي بنسټ له رسنیو هم غوښتي چې ولس په ټاکنو کې ونډې اخیستو ته وهڅوي او انډول هم په پام کې وساتي.

ورته مطالب