کمزورې حکومتولي د بې ثباتۍ لامل ګڼل کېږې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په خپاره شوي راپور کې راتلونکي حکومت ته په بېلابېلو برخو کې یو لړ وړاندیزونه هم شوي دي

په افغانستان کې د یوه تازه خپاره شوي راپور ارزونې ښيي چې په دغه هېواد کې معافیت او کمزورې حکومتولي د بې ثباتۍ ، قومي شخړو، او ډلو ټپلو رامنځ ته کېدو اصلي لاملونه دي.

دغه څلوېښت مخیز راپور د افغانستان د مدني ټولنې د شبکې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او یوولسو نورو موسسو له خوا له شاوخوا پنځو زرو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

په خپاره شوي راپور کې راتلونکي حکومت ته په بېلابېلو برخو کې یو لړ وړاندیزونه هم شوي دي.

زموږ همکار خوشحال تایب په خپل راپور کې لیکي:

د سولې په تړاو دافغانستان د خلکو د خبرو اترو کمیټه وايي، په دغه راپور کې راټول شوي موضوعات د راتلونکي ولسمشر کار آسانه کوي. ځکه تر ډېره د خلکو ستونزې پکې څرګندې شوې دي.

د دغه راپور جوړونکي وايي، دوی هڅه کړې چې د سیاسي او پوځي اړخونو تر څنګ دا ځل د افغانستان مسلې ته له ټولنیز لیدلوري وګوري.

دوی تمه ښيي چې د افغانستان راتلونکي نسلونه به پر دغو معیارونو کار وکړي.

په دغه راپور کې خلکو د نا امنیو، اداري فساد او عدالت نه پلي کېدلو تر څنګ په هېواد کې د سولې راوستو په لار کې هم ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې دي.

د افغانستان د کارګرو ټولنې مرستیال غلام علي بریال په وینا، له هغو کسانو سره چې د دغه راپور د جوړولو په بهیر کې مرکې شوي ویلي یې دي جنګسالاران نه غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

ځکه د سولې په راتګ سره د هغوی ګټې له خطر سره مخ کیږي.

خو د ښاغلي بریال په وینا، خلکو له وېرې د کوم ځانګړي شخص نوم نه دی اخیستی.

د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو نوماندانو استازي هم غونډې ته ورغلي وو، او د دغه راپور هرکلی یې وکړ.

د عبدالله عبدالله د ډلې استازي محمد ناطقي وویل، د سولې موضوع ډېره پراخ ده چې دوی یې په خپل ملي پروګرام کې لري. ښاغلي ناطقي ددغه راپور موندنې ارزښتمنې وبللې.

د اشرف غني احمدزي استازی عباس نویان هم دغه راپور مهم بولي او وايي دوی په خپلو پروګرامونو کې دغو ټکو ته پام کړی دی.

په راپور کې دا هم راغلي چې خلک له افغان حکومت څخه د اداري فساد، کمزورې حکومتولۍ او پر بشري حقونو د تیري په برخو کې د معافیت له امله نهیلي شوي دي. خو خلکو نه دي ویلي چې دا حکومت نه غواړي بلکې غواړي چې دا حکومت پیاوړی شي.

په دغه راپور کې د افغانستان خلکو، حکومت او ملاتړ کوونکو هېوادونو ته ځینې وړاندیزونه او لارښونې هم شوې دي چې له هغې ډلې د ځوان نسل پر ځواک ډېره تکیه کول او د قانون حاکمیت شامل دي.

دغه راز د خلکو ترمنځ د سولې ملاتړ او زغم فرهنګ د پیاوړي کولو موضوع ته هم پام شوی دی.

ورته مطالب