فارياب کې د ماين چاودنې ۵ کسان وژلي دي

د انځور حقوق none
Image caption چارواکي وايي په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي

د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چاودنه د فارياب دولت اباد ولسوالۍ کې شوې او درې کسه نور په کې ټپیان شوي دي.

د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نضهت ادعا کوي، وسله والو طالبانو پر یوې پوستې له برید کولو مخکې لاره کې ماینونه ښخ کړي وو.

تر اوسه د دغې ادعا په اړه خپلواک پخلی نه دی شوی.

دی وايي د دغو ماينونو يو يې هغه وچاودېد چې ملکي خلک له دغې سيمې تېرېدل.

عبدالسلام نضهت وايي ځايي خلکو په رکشه کې یو ټپي شوی ماشوم روغتون ته لېږدواوه، چې رکشه پر ماین وختله او د چاودنې له کبله یې مرګ ژوبله واوښته. د

ښاغلي نضهت په وینا وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيسې، خو افغان چارواکي تر ډېره د دا ډول بريدونو پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي.

فارياب د افغانستان په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې تر ډېره په کې د تاوتريخوالي پېښې کېږي.

څو ورځې وړاندې هم په فارياب ولايت کې د وسلوالو په يوه بريد کې شمېر کسان ووژل شول.

په وروستيو څو ورځو کې وسلوالو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل بريدونه ډېر کړي او هڅه يې دا ده چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې له ننګونو سره مخامخ کړي.

خو افغان چارواکي وايي د ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ چمتووالی لري او شاوخوا ۲۰۰زره امنيتي ځواکونه يې ګومارلي دي.

ورته مطالب