"ټاکنې له نړېوالو معيارونو سره سم څارو"

Image caption د اروپايي ټولنې څارونکي تمه ښيي، چې د شبنې ورځې ټاکنې به هم حیرانونکې وي او په پراخه کچه به خلک پکې برخه واخلي

په افغانستان کې ولسمشريزو ټاکنو لپاره اروپايي څارونکو له ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې دخلکو رایو ته درناوی وکړي.

د اروپايي څارونکو مشر په کابل کې خبریالانو ته وویل، تمه لري په دویم پړاو ټاکنو کې به هم د لومړي هغه په څېر خلک په پراخه کچه برخه واخلي.

د اروپايي ټولنې شاوخوا ۶۵ څارونکي له تیرو څلورو میاشتو راهيسې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر څاري او د ټاکنو په ورځ د کابل تر څنګ په مزار او هرات کې هم څارنه کوي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف وايي :

د اروپايي څارونکو مشر تایس برمن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دویم پړاو ټاکنو کې به یوه ځل بیا هغه گنگوسې بې ځایه ثابتې شي، چې گواکې دغه ټاکنې ښايي سمې ترسره نه شي.

"د شبنې ورځ به هم د تیرو ټاکنو په څیر حیرانونکې ورځ وي. ځکه له لومړي پړاو ټاکنو مخکې هم داسې اوازې وې، چې ښايي د ټاکنو بهیر سم ترسره نه شي، خو یوه هم سمه ونه خته. افغان په پراخه کچه را ووتل او د اټکل خلاف یې په رای اچونه کې برخه واخیست. زه تمه لرم، چې په دویم پړاو کې به هم همدغسې وشي. "

اروپايي څارونکي له تیرو څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر څاري.

که څه هم دوی وايي چې دځینو ستونزو له امله ټولو ولایتونو ته خپل څارونکي نه شي استولی خو وايي چې د شنبې په ورځ به یې څارونکي په کابل، مزار او هرات کې د ټاکنو بهیر وڅاري.

ښاغلي برمن په ټاکنو کې له ټولو ښکیلو غاړو غوښتنه وکړه، چې دخلکو رایو ته درناوی وکړي.

" په دویم پړاو کې له ټولو هغو اړخونونه چې په ټاکنو کې ښکیل دي غوښتنه کوم، چې دخلکو رایو ته درناوی وکړي. خلک پریږدئ، چې په خپله خوښه څوک وټاکي. تاوتریخوالی مه کوئ، درغلیو ته اجازه مه ورکوئ. هر هغه هڅه، چې د ټاکنو پر پایلو اغیز پرې باسي، بې احترامي بلل کیږي."

د اروپايي ټولنې څارونکي وايي، چې د ټاکنیز بهیر تر پایه به په افغانستان کې پاتې کیږي له نړیوالو معیارونو سره سم به دغه لړۍ وڅاري.

دغه څارونکي دا هم وايي چې له د تیرو ټاکنو په څیر امنیتي اراګانونه به بیا هم د دویم پړاو ټاکنې له امنیتي پلوه خوندي کړي.

ورته مطالب