امريکا بګرام نه ۱۲ بهرني بنديان خوشي کړي

د انځور حقوق AP
Image caption افغان حکومت څو مياشتې وړاندې له بګرام نه سلګونه افغان زندانيان خوشي کړل

امریکايي چارواکي وايي، د افغانستان له یوه زندانه یې ۱۲ بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته استولي دي.

په دغو بندیانو کې یو فرانسوی، یو کویتی او ۱۰ پاکستاني وګړي شامل دي.

دغه کسان له پلازمېنې کابله دباندې د بګرام په زندان کې چې اوس په پروان زندان مشهور دی ساتل کېدل.

دا نه ده روښانه شوې، چې دغه بندیان په کومو شرایطو خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

ولسمشر اوباما د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، چې په دغه زندان کې د پاکستانیانو، یمنیانو، تونیسیانو او یوه روسي وګړي په ګډون ۳۸ تنه بهرنیان لا هم بندیان دي.

د امریکا د دفاع وزارت تېره میاشت کانګرس ته د یوه رپوټ په ترڅ کې د دغو بندیانو او له وسلوالو سره د دوی د اړیکو په اړه مالومات ورکړي وو.

امريکا دغه بهرني زندانيان پر داسې مهال له بګرام نه خوشي کوي، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې د يوه امريکايي سرتېري په بدل کې پنځه طالب مشران له ګوانتانامو نه خوشي کړل.

امريکايي سرتېری بو برګډال چې د افغانستان په سویل ختيځ کې طالبانو نيولی و له تېرو پنځو کلونو راهيسې طالبانو ساته.

تر دې وړاندې افغان حکومت د بګرام له زندان نه هغه سلګونه کسان خوشي کړل، چې د دوی په خبره د جرم په اړه يې لاسوندونه، نه وو.

که څه هم امريکا د افغان حکومت د دې اقدام نه خوښه نه وه، خو افغان چارواکو ويل هغه کسان چې پر ضد يې ثبوت نه وي، بايد په زندانونو کې و نه ساتل شي.

څو مياشتې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وویل چې بګرام زندان د (طالب جوړولو فابريکه) ده، چې د ده دې څرګندونو په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.

ورته مطالب