نورستاني: په ټاکنو کې د گډون کچه ډېره لوړه وه

د انځور حقوق U.S. Embassy
Image caption د خلکو د گډون کچه د تمو په خلاف ډېر لوړه وه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني وايي د ولسمشريزو ټاکڼو په دويم پړاو کې د خلکو د گډون کچه څه د پاسه اوو ميليونو ته رسېده. ښاغلي نورستاني چې دغه څرگندونې له امنيتي چارواکو سره په يوه گډه خبرې ناسته کې وکړې وويل دا شمېره د تمو په خلاف ډېر لوړه ده.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو د تاوتريخوالي له يو لړ پېښو سره هم مل و چې د امنيتي چارواکو په وينا له امله يې لسگونه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ټاکنو د ورځ په تاوتريخوالي کې ٢٠ ولسي وگړي، د ملي اردو ١٥ سرتيري او ٦٠ طالبان وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي د ټاکنو په ترڅ کې د تاوتريخوالي د پېښو لامل د دواړو نوماندانو د پلويانو ترمنځ وسله والې نښتې، د سړک د غاړې چاودنې، د امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ جگړې او توغنديز بريدونه و.

د افغانستان روغتیا وزارت بي بي سي ته وویل چې نژدې ۱۰۰ ټپیان او درې جسدونه روغتونونو ته ور لیږدول شوي دي.

د رايې اچونې د بهير له ختمېدو وروسته د افغانستان د پوځ لوى درستيز شېر محمد کريمي له نورو امنيتي او ټاکنيزو بنسټونو سره په يوه گډه خبرې ناسته کې وويل چې د طالبانو د بريدونو کچه د ټاکنو د تېرځل په پرتله ټيټه وه.

خو دا يې ومنله چې امنيتي ځواکونو او همداراز طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې.

د ټاکنو بهير د سهار په اوو بجو پيل او د مازيګر په څلورو بجو پای ته ورسېد، او د رايې شمېرنې بهير پيل شوى.

سره له دې چې د رايو په ځينو مرکزونو کې رايې پاڼې ختمې شوې او ځينو مرکزونو ته نورې پاڼې ورولېږدول شوې خو د رايې اچونې موده ونه غوځول شوه.

په داسې حال کې چې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو ميليونونه افغانان د رايو مرکزونو نه د باندې په اوږدو ليکو کې ولاړ و او د خپل نوبت انتظاريې کاوۀ.

افغان ولسمشر حامد کرزي ارگ ته نژدې د رايو په يوۀ مرکز کې خپله رايه وکاروله او پر خلکو يې غږ وکړ چې په خپل لاس د خپل هېواد برخليک وټاکي ښاغلي کرزي وويل "ستاسو رايه د افغانستان ښې راتلونکې، ښه حکومت او يوۀ ښه ژوندانه ته لاره پرانيزي."

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمدزي د پلازمېنې کابل په حبيبيې ليسې کې رايه واچوله او له رايې اچونې وروسته يې وويل " زه قانون ته غاړه ږدم او هیله لرم ډاکټر صاحب عبدالله هم ورته کار وکړي."

د ښاغلي غني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله هم خپله رايه د کابل په استقلال ليسه کې وکاروله. ښاغلي عبدالله وويل د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې ان يوه رايه هم نه غواړي او زياته کړه چې که بريالى شي نو د ټولو په گډون به حکومت جوړوي.

له ټينگو امنيتي تدابيرو سره سره د افغانستان له بېلابېلو برخو نه د تاوتريخوالي ځينې خبرونه راورسېدل خو چارواکي وويل داسې نه دي چې د ټاکنو بهير دې گډوډ کړاى شي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې وياند حميدالله فاروقي بي بي سي ته وويل دوى داسې اسناد تر لاسه کړي چې په ځينو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو په تاکنو کې لاسوهنه کړې.

د ولسمشريزو ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه کړې چې د فساد پر ضد به مبارزه کوي او له لوېديځ سره به د اړيکو د ښه کولو لپاره گام واخلي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر نورو اووۀ نوماندانو ډېرې رايې وړې وې.

د ولمسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې شاوخوا اووه ميليونه کسانو خپلې رايې وکارولې.

اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، زلمی رسول، عبد رب الرسول سياف، قطب الدين هلال، ګل اغا شيرزی، داود سلطان زوی، هدايت امين ارسلا د لومړي پړاو نوماندان وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنې د وري/حمل پر ۱۶ ترسره شوې.

دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې واک په سياسي ډول له يوۀ ولسمشر نه بل ولسمشر ته په سوله ييز چاپيريال کې لېږدول کېږي

په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ ميليونه کسان د رايې کارولو وړ بلل شوي او دغو کسانو د رايې ورکولو په شاوخوا ۶۰۰۰ مرکزونو کې خپلې رايې وکارولې.

ورته مطالب