کمېسيون وايي ۲۷۵ شکايتونه يې ترلاسه کړي

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي د ټاکنو دويم پړاو کې شاوخوا اووه ميليونه کسانو برخه اخيستې وه

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي تر اوسه دوی ته د ټاکنو په تړاو ټولټال ۲۷۵ شکايتونه رسېدلي دي.

د دغه کمېسيون وياند نادر محسني وايي د شکايتونو ۱۴۰ يې تيليفوني دي، چې شکايت نه شي بلل کېدای، خو د شکايتونو په څېړلو کې د معلوماتو په توګه ترې کار اخيستل کېدای شي.

ښاغلی محسني وايي پاتې شکايتونه په مرکز او ۳۴ ولايتونو پورې اړه لري، چې د ټاکنو کمېسيون، د نوماندانو د ملاتړو، زورواکو او امنيتي ځواکونو په اړه دي.

د شکايتونو د اورېدو کمېسيون چارواکي وايي تر اوسه ۲۹ شکايتونه د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو د لاسوهنې په اړه ور رسېدلي دي.

دوی وايي ډېر شکايتونه په څلورو برخو کې دي چې په يوه برخه کې يې د کمېسيون کارکوونکي تورن شوي چې د يوه ځانګړي نوماند په ګټه يې کار کړی دی.

د نوماندانو د ملاتړو له لوري خلکو ته د رايو په بدل کې د پیسو ورکول بل هغه شکايت دی، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې ثبت شوی.

د شکايتونو اورېدو کمېسيون وايي د خلکو تهديدول چې يوه ځانګړي نوماند ته رایه ورکړي او د امنيتي ځواکونو مداخله نور دوه مهم شکايتونه دي.

د دغه کمېسيون وياند په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې د ټاکنو له کمېسيون وغوښتل چې ور رسېدلي شکايتونه په ۴۸ ساعتونو کې دننه ور وسپاري.

ده د ولسمشرۍ پر دواړو نوماندانو او د هغوی پر ټاکنيزو کمپاينونو غږ وکړ، چې د دوشنبې د شپې تر ۱۲ بجو خپل شکايتونه دوی ته وسپاري.

د شکايتونو د اورېدو کمېسيون خبرداری ورکړ، ورسته له ټاکلې نېټې هېڅ شکايت، نه اخلي.

کمېسيون له کورنيو او بهرنيو څارونکو هم وغوښتل خپل هغه راپورونه ورسره شريک کړي، چې معقول، منطقي، واقعي او مستند وي او بنسټ ولري.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې تېره ورځ (۱۴، جون) د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ وشوې، چې يو به يې د حامد کرزي ځای ناستی شي.

ورته مطالب