کاندیدان:د رڼو رایو پر بنسټ دې پایلې اعلان شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا ځل په ټاکنو کې د خلکو ونډه د لومړي پړاو په پرتله پراخه وه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو دواړه نوماندان په ټاکنو د درغلیو شتون خبره کوي.

دوی د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې او د رڼو رایو پر بنسټ پایلې اعلان کړي.

دواړو نوماندانو د رایو ورکولو بهیر تر پای ته رسېدو وروسته په جلا جلا توګه خبري غونډو ته ویناوې وکړې او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د درغلیو موضوع جدي وګڼي.

خوشحال تایب په خپل راپور کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له قوله وايي دا ځل په ټاکنو کې د خلکو ونډه د لومړي پړاو پرتله پراخه وه او ځانګړتیا یې دا وه چې د ټاکنو مدیریت او امنیتي چارې خپله د افغانانو پر غاړه وې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وویل، په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو ځيني راپورونه ور رسېدلي، چې ځینې امنیتي کسان پکې ښکېل وو او خپله بې طرفي یې نه ده ساتلې.

د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونو غواړي چې دغه بهیر روڼ وساتي اود خلکو رایې ته درناوی وکړي.

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله وايي:

' له تېرې ورځې راهیسې ځینې ستونزې موجودې وې. په ځينو ځایونو کې د صندوقونو د ډکېدو شکایتونه اورېدل کېدل. ځینې تېروتنې هم شوې دي. موږ تمه لرو چې د دغو ټولو ستونزو ارزونه وشي. او دا هم باید روښانه شي چې دغه ستونزې د چا له خوا رامنځته شوې دي.'

Image caption د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونو غواړي چې دغه بهیر روڼ وساتي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو د پایلو په اړه وړاندوینې ونه کړي او له زغمه کار واخلي.

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي رسنیو ته وویل، دوی به د ټاکنو پایلو ته په زغم سره انتظار وکړي. خو زیاتوي چې په دویم پړاو کې د پراخو درغلیو شاهدان وو.

ښاغلی اشرف غني احمدزی وايي کافي شواهد او اسناد هم ورسره دي چې د ټاکنو له کمېسیون سره به یې شریک کړي او د ټاکنو کمېسیون باید دغه موضوع جدي وګڼي.

میلیونونو افغانانو له پراخو ګواښونو سره سره په ټاکنو کې ګډون وکړ چې د امنیتي چارواکو په وینا په شواخوا ۱۵ ولایتونو کې لسګونه بریدونه شوي او د لومړنیو شمېرو له مخې د ټاکنو په ورځ ۱۱ تنه پولیس ۱۵ د ملي اردو پوځیان او شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او د مخالفینو تلفات شاوخوا۶۰ تنه دي.

خو مخالفو وسله والو بیا ویلي چې د هغوی د بریدونو شمېر په کراتو ډېر دی او حکومتي لوري د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه ښيي.

ورته مطالب