هرات: د ۱۱ رایې ورکونکو ګوتې غوڅې کړل شوې دي

د انځور حقوق
Image caption له دغو کسانو نه ځیني یې بیا وايي، چې په خپلو کړو پښیمانه نه دي.

وسله والو کسانو د هرات په رباط سنګی ولسوالۍ کې د ۱۱ تنو رایه ورکوونکو ګوټې پرې کړې دي.

دغه کسان تېره شپه ( ۱۴ جون ) ناوخته د هرات مرکزی روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتیا پالانو په وینا که څه هم د دغو کسانو روغتیایي حالت ښه دی، خو پر ځینو یې ډېر روحي اغیز کړی او له رسنیو سره خبرې نه کوی.

له دغو کسانو نه ځیني یې بیا وايي، چې په خپلو کړو پښیمانه نه دي او وايي بیا به هم رایه ورکوي.

له ژوبلو کسانو نه یوه یې وویل ((له راتلونکی ولسمشره مې هیله دا ده، چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي. هغه باید پوه شي چې خلکو په څنګه شرایطو کې رایې ورکړې))

دوی هغه مهال د وسله والو لاس ته ورغلل چې د رایې له ورکولو وروسته یې غوښتل په یوه موټر کې خپلو کورنو ته ستانه شي.

په دغو کسانو کې دوه تنه یې څه باندې دېرش او پاتې ټول د پاخه عمر خاوندان دي.

ورته مطالب