کابل کې د ولایتونو رای پاڼې شمېرل پیلېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption له نژدې ولایتونو ټاکنیز توکي کابل ته رسېدلي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سر له ننه به د هغو پایلو یوځای شمېرل پیل کړي، چې له بېلابېلو ولایتونو کابل ته رسېدلې دي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور حفیظ الله معروف سره په مرکه کې وویل چې له نژدې ولایتونو د رای د نتایجو لیستونه کابل ته رسېدلي دي.

ښاغلي نور وویل: ''تر اوسه د کابل ټاکنیز مواد بشپړ شوي او مرکزي دفتر ته رسېدلي، په ولایتونو کې هم هغه مواد چې د ځمکې له لارې له مرکز نه ولسوالیو ته رسول شوي وو، تر ډېره راوړل شوي او د هوا له لارې استول شوي مواد د یوه منظم پلان له مخې د ټاکنیز ولایتي دفترونو ته راوړل کېږي''.

ښاغلي نور وویل، د بدخشان او پامیر په څېر په ځینو غرنیو او لیرو سیمو کې له ولسوالیو د ولایتونو مرکزونو ته د رایو صندوقونه او نور توکي لاهم نه دي انتقال شوي.

نور محمد نور وویل، د ټاکنو پر ورځ په ټول افغانستان کې د رای شمېرنې لړۍ د ماښام پر اوو بجو بشپړه شوې ده.

دی وايي، د پایلو د پاڼو یوه کاپي د یوه کاندید استازي او بله یې د بل کاندید استازي ته ورکړل شوې ده.

نوموړی وايي، د رایو د پایلو یوه کاپي مرکزي دفتر او بله یې ولايتي دفتر ته له نورو موادو سره استول کېږي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د ټاکنیز قانون پربنسټ، قسمي پایلې په درو پړاوونو کې اعلانېږي، خو دا کار هغه مهال کېږي، چې ولایتونو په ډېرې فیصدۍ توکي مرکز ته ورسول او په سیستم کې پروسس شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په لومړي پړاو کې د ټول ټال رایو ۲۵ سلنه، په دویم کې ۷۰ سلنه او په درېیم کې ۱۰۰ سلنه پایلې اعلانېږي.

په لومړي پړاو کې د ټول ټال رایو ۲۵ سلنه، په دویم کې ۷۰ سلنه او په درېیم کې ۱۰۰ سلنه پایلې اعلانېږي.

د شکایتونو وخت

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د شکایتونو د ثبتولو ټاکل شوی وخت نن (دوشنبې/غبرګولی ۲۶) د شپې پر دوولسوبجو پای ته رسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د رای شمېرنې بهیر کې د دواړو کاندیدانو استازي حضور لري.

د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني وايي، چې تر دې مهال ورته شاوخوا ۲۷۵ شکایتونه رسیدلې دي.

د نوموړي په وینا په دغو شکایتونو ډیره برخه هغه شکایتونه دي، چې د کاندیدانو دا استازو له خوا ثبت شوي دي.

ورته مطالب