د ټاکنو په اړه تر ۲۵۰۰ ډېر شکایتونه شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې د جولای په دویمه نېټه اعلان شي.

د شکایتونو کمېسون چارواکي وايي، د دغو شکایتونو په ډله کې ډېر د ټاکنو کمېسون د کارکوونکو په اړه دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون د ټاکنو د ورځې په تړاو د شکایتونو ثبتولو لپاره د تېرې شپې تر دولسو بجو پورې وخت ټاکلی و.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، د دغه وخت په پای ته رسېدو یې له ټول هېواده دوه زره پینځه سوه او اته پنځوس (۲۵۵۸) شکایتونه تر لاسه کړي دي.

په کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، په دغو شکایتونو کې ډېر د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو په اړه دي چې شمېر یې نهه سوه یو نوي (۹۹۱) ته رسي.

همداراز د دولتي کارکوونکو د لاسوهنې په اړه شپږ سوه او څلور شپېته (۶۶۴) شکایتونه ثبت شوي دي.

د دغه کمېسون ویاند نادر محسني په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دواړو نوماندانو پر ضد هم سلګونه شکایتونه ثبت شوي دي:

''د ډاکټر عبدالله پر وړاندې په ټوله کې شپږ سوه او څلور شپېته (۶۶۴) شکایتونه ثبت شوي دي. او د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر وړاندې پینځه سوه او څلور اویا (۵۷۴) شکایتونه شوي دي. ډېر شکایتونه په کابل ولایت کې شوي، چې شمېر یې پینځه سوه او څوارلسو (۵۱۴) ته رسي. ورپسې په کندهار کې یو سل او پینځلس (۱۱۵) ، په کندوز کې یو سل او دیارلس (۱۱۳) او په هرات کې یو سل او څلور شکایتونه ثبت شوي دي''.

ښاغلي محسني همدراز وویل، چې په پنجشېر کې هېڅ شکایت نه دی شوی.

هغه ولایتونه چې کم شکایتونه پکې ثبت شوي، د هغوی په ډله کې په کونړ کې شپږ، په هلمند کې اووه، په پکتیکا کې اته او په لوګر کې نهه شکایتونه ثبت شوي دي.

شکایتونو کمېسون ته رسېدلي شکایتونه به په کابو لسو ورځو کې و ارزول شي چې وروسته به یې د علني غونډو له لارې دواړو سیالو ډلو ته د ایستناف حق ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د دغو ارزونو پایلې د ټاکنو تر لومړنیو پایلو مالومې شي.

ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې د جولای په دویمه نېټه اعلان شي.

ورته مطالب