د ۱۳۹۲ کال اقتصادي ودې او پاتې راتلنو په اړه راپور

Afghan-Store
Image caption د مرکزي احصائیې د ارزونو له مخې، په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان اقتصادي وده تر څلور سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د دغه راپور پربنسټ، د هېواد واردات هم تر ۳ سلنې ډېر کم شوي، خو د صادراتو کچه بیا ۲۴ سلنه ډېره شوې ده.

د افغانستان د مرکزي احصائیې له خوا په خپاره شوي راپور کې د ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې د حکومت پرمختګونه او پاتې راتلنې په ډاګه شوې دي.

راپور دا هم وايي، چې تېر کال د کرنې برخه کې تر دوو سلنو وده ډېره شوې ده.

د مرکزي احصائیې د ارزونو له مخې، په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان اقتصادي وده تر څلور سلنې ډېره ټیټه شوې ده.

د مرکزي سرشمېرنې مشر شیر محمد جامي زاده یې لامل د کورنیو تولیداتو ټیټوالی ښيي:

''په ۱۳۹۱ کال کې اقتصادي وده لس اعشاریه نهه سلنه وه، خو سږکال دا کچه شپږ اعشاریه درې سلنې ته را ټیټه شوې، په لامل یې تاسو پوهېږئ، د صنایعو د برخې په څېر د ځینو سکتورونو ټیټوالی، او په ملي ناخالصو تولیداتو کې د کمښت راتلل، چې دا ټول د تېر کال د اقتصادي ودې په را ټیټیدو کې رول لري''.

په داسې حال کې چې د ددغه راپور پربنسټ، په یاد شوي کال کې د افغانستان واردات تر درې سلنې ډېر ټیټ شوي، خو د هېواد صادرات بیا ۱.۲۴ سلنه لوړ ښوول شوي.

په راپور کې راغلي، چې د کرنې په برخه کې د ۵،۲ میلیون ټنه غنمو په تولیدولو سره پرمختګ شوی، چې د تېر کال په پرتله ۴،۲ سلنه ډېروالی ښيي.

د دغه راپور موندنې ښيي، په تېر یوه کال کې د افغانستان د ننه پنځه سلنه روغتیايي مرکزونه ډېر شوي، خو لاهم د هرو لسو زرو وګړو لپاره پنځه بستره او ۳ ډاکټران وجود لري.

راپور دا هم وايي، چې په ۱۳۹۲ کال، نژدې نهه میلیونه زده کوونکي په تعلیمي بنسټونو کې پر زده کړو بوخت وو چې د وړم (۱۳۹۱) کال په پرتله ۳،۱۱ سلنه ډېروالی ښيي، خو له نهه میلیون زده کوونکو یې ۵،۵ میلیون نارینه او پاتې نور نجونې جوړوي.

راپور وايي، د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته د شمولیت کچه ۲۴ سلنه لوړه شوې، چې هرکال نژدې ۵۰ زره ځوانان له خصوصي او حکومتي پوهنتونونو فارغېږي، خو کاري زمینې ورته ډېرې کمې دي.

ورته مطالب