يوناما: د رايو شمېرلو بهير به روان وي

Image caption يوناما او نورو نړیوالو ادارو لا له وړاندې له نوماندانو غوښتي و، چې د ټاکنیزو کمېسيونونو کار ته درناوی وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي دفتر د رايو شمېرلو بهير ځنډول غوښتنه حيرانوونکې بللې او ويلي يې دي د رايو شمېرلو بهير به روان وي.

د يوناما له لوري په خپره شوې لنډه وينا پاڼه کې له دواړو نوماندانو او د هغوی له پلويانو غوښتي، چې په مسوولانه ډول ګام پورته کړي.

يوناما وايي موږ د عبدالله عبدالله د دغه ګام په اړه خواشيني يو او له دواړو نوماندانو او دواړو کمېسيونونو سره به په ګډه کار وکړو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د رايې شمېرلو د ځنډولو په تړاو د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله څرګندونې له وخته وړاندې دې دي.

د دغه کمېسيون يوې کمشنرې شريفې زرمتۍ بي بي سي ته وويل د افغانستان د قوانينو له مخې موږ نه شو کولای د رايې شمېرلو بهیر ودروو.

د ټاکنو کمېسيون وايي ښاغلی عبدالله بايد انتظار وباسي چې د ټاکنو پايلې اعلان شي او شکايتونه وڅېړل شي.

بل خوا د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزی له دواړو نوماندانو سره په اړيکه کې دی او هيله ده چې دا ستونزه هواره شي.

تر وړاندې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله وايي تر هغه يې چې غوښتنې نه وي منل شوي، د رای شمېرلو بهير بايد په سملاسي ډول ودرول شي.

عبدالله عبدالله وويل تر هغه به له ټاکنيزو کمېسيونونو سره زموږ اړيکې پرې وي، چې زموږ غوښتنو ته قناعت وړ ځواب نه وي ورکړای شوی.

د ښاغلي عبدالله لويې غوښتنې له دندې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء د مشر ضياء الحق امرخيل لرې کېدل، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې په اړه سپيناوی او د درغليو څېړنه ده.

ده وويل موږ نور د ټاکنو پر کمېسيونونو باور نه لرو او په مرکز او ولايتونو کې يې له خپلو ناظرانو وغوښتل چې ټاکنيز کمېسيونونه پرېږدي او مرکز ته ورشي.

ده ادعا کوله چې د انتخاباتو پر ورځ يې په ځينو سيمو کې ناظرين وهل ډبول شوي او نه دي پرېښودل شوي، چې د رايې ورکولو له بهيره نظارت وکړي.

عبدالله عبدالله دغه ادعاوې پر داسې مهال کوي، چې د اروپايي ټولنې د څار ډلې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې رڼې وبللې.

خو ښاغلی عبدالله وايي دغه څارونکي يوازې په پلازمېنه کابل، بلخ او هرات ولايتونو کې وو.

د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د لومړي پړاو څخه رڼې وبللې، خو ويې ويل چې ځينې سرغړونې په کې شوې دي.

د افغانستان د اساسي قانون او ټاکنو قانون له مخې که هر نوماند د ټاکنو په اړه شکايتونه لري، بايد د کره کولو لپاره يې د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون ته وسپاري.

کرزی بې پرې نه دی

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون تېره ورځ اعلان وکړ، چې له ۲۵۰۰ ډېر شکايتونه ورسپارل شوي دي.

ښاغلي عبدالله پر افغان ولسمشر حامد کرزي هم تور ولګاوه چې په ټاکنو کې بې پرې نه دی، خو په اړه يې شواهد وړاندې نه کړل.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ويلي، د ولسمشرۍ بایلونکی کاندید به پایلې مني او ګټونکی به ټول ولس ته په اخلاص کار کوي.

ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ستاينه وکړه او په وطن مين کسان يې وبلل.

تر دې وړاندې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ډلې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې وغوښتل چې ټاکنيزو کمېسيونونو ته درناوی وکړي.

ورته مطالب