حامد کرزی: د ټاکنو پایلې به ټول مني

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر کرزي دا خبره رد کړه چې ګواکې القاعده او یا ورسره تړلې ډلې ټپلې دې په افغانستان کې فعالې وي

د افغانستان ولسمشر له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ډاډ وښود چې د ولسمشرۍ بایلونکی کاندید به پایلې مني او ګټونکی به ټول ولس ته په اخلاص کار کوي.

له ټاکنو سره په تړاو غونډو کې بوخت ولسمشر کرزي بي بي سي ته ډاډ وښود چې افغان ټاکنې ټولو ته د منلو دي.

افغان تلونکی مشر دا نه مني چې تاوتریخوالی او بحران به پيدا شي خو کومې ګنګوسې او ناخوښئ چې اوس اورېدل کېږي هغه ورته د دغه بهیر یوه عادي برخه ښکاري.

دی وايي: ''په امریکا کې یې هم ستونزې لرلې، په نورو ځایونو کې یې هم جنجالونه لرل، په افغانستان کې هم انتخابات بې جنجاله نه دي او نه هم موږ دا هیله لرو چې ټاکنې مو دې بې جنجاله وي ځکه چې سیالي ده، د ګټلو او بایللو خبره ده. ګټل بایلل خوښي او خپګان لري''.

ولسمشر کرزي د دواړو کاندیدانو، ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ستاینه وکړه او په وطن مین کسان یې وبلل.

له ټاکنو سره په تړاو د دواړو کاندیدانو پلویانو تورونه پورې کړي دي چې د سیال په ګټه یې درغلۍ شوې دي.

ولسمشر کرزي وویل دی له دواړو کاندیدانو سره په تماس کې دی. ولسمشر کرزي وویل د پاکو او ناپاکو رایو بېلول باید په ښه ډول وشي.

دی وايي: ''د رایو شمېرل، د رایو پایله او د ښو رایو تفکیک باید په راڼه او ښه ډول وشي. هغه پایله د افغانستان ولس مني، هغه کاندید چې بایللې هغه یې هم مني او هغه چې ګټلې هغه به په خلاص زړه د افغانستان ولس ته ورځي''.

ولسمشر کرزي دا خبره هم رد کړه چې ګواکې القاعده او یا ورسره تړلې ډلې ټپلې دې په افغانستان کې فعالې وي.

ده وویل که ځینې پاکستانۍ ترهګرې ډلې وي د هغو په باب له اسلام اباد سره تل خبرې کوي.

په عراق کې اوسنی روان حالت د افغان ولسمشر په وینا له هغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو له امله نه دی.

حامد کرزی په دې باور دی چې د عراقي پوځ ماتولو هلته دغه حالت راوستی دی.

ورته مطالب