''د کمېسيونو د کار پايلې موږ ته د منلو نه دي''

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي د رايو شميرلو بهير پای ته نه دی رسېدلی او نه پوهېږي چې څوک مخکې دي

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله وايي دا چې د ټاکنو کمېسيون او حکومت يې غوښتنې نه دي منلي، د ټاکنو پایلې ورته د اعتبار وړ نه دي.

ښاغلي عبدالله له افغان حکومت نه غوښتي چې د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخيل دنده دې وځنډوي.

د دوی بله غوښتنه دا ده چې په ټاکنو کې د شاوخوا اووه ميليونه ګډونوالو په اړه دې کمېسيون دوی ته وضاحت ورکړي.

د دوی دريمه غوښتنه دا ده چې په ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو نه زياتې رايې کارول شوي او بايد دوی ته معلومات ورکړای شي.

ښاغلی عبدالله وايي د کمېسيونونو د پايلو نه منلو پريکړه يې له هغه وروسته وکړه، چې حکومت او د ټاکنو کمېسيونونو يې غوښتنې و نه منلې.

عبدالله عبدالله دغه غوښتنې پر داسې مهال کوي چې افغان حکومت او د کمېسيون چارواکي وايي د ضياء الحق امرخيل په اړه داسې شواهد نه شته چې پر بنسټ يې د هغه دنده وځنډول شي.

د ټاکنو کمېسيون دغه راز وايي اوس اوس يې سيستم ته د رايو داخلولو بهير پيل کړی او دوی لا نه پوهېږي، چې کوم نوماند ډېرې رايې وړي او ګټونکی دی.

د کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني نن په يوه خبري کنفرانس کې پر عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې ورشي او که ستونزه وي چې د خبرو له لارې يې هواره کړي.

خو د ښاغلی عبدالله عبدالله له څرګندونو داسې بريښي چې سيال يې اشرف غني احمدزی ترې مخکې دی.

عبدالله عبدالله يوه خبري کنفرانس ته وويل د کمېسيونونو له لوري پرته زموږ له ناظرينو د رايو شمېرلو بهير ته دوام ورکول زموږ لپاره د منلو نه دي.

ده زياته کړه زموږ دريځ دا دی چې د ټاکنيزو کمېسيونونو هر ډول اجراات او د هغو پايلې زموږ لپاره غير قانوني او د نه منلو دي.

دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې بې پري واوسي.

په کابل کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما تېره ورځ په يوه اعلاميه کې د ښاغلي عبدالله پر څرګندونو اندېښنه وښووله.

دوی د عبدالله عبدالله هغه غوښتنه منطقي و نه بلله، چې د رايو شمېرلو بهير دې وځنډول شي.

عبدالله عبدالله وويل زموږ ټول اجراات به قانوني وي او پر خپلو پلويانو يې غږ وکړ، چې د افغانستان سلامنتيا، امنيت، ټيکاو په پام کې ونيسي.

ورته مطالب