بلخ کې د جمعه خان همدرد د ساتونکو او پوليسو ترمنځ نښته شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر ښاغلي همدرد هغه مهال بريد وشو، چې له مزار نه کابل ته روان و

د بلخ امنيه قومندان وايي د پکتيا د والي جمعه خان همدرد او د کابل - مزار د لويې لارې د پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.

د بلخ امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي وايي دغه شخړه د تلاشۍ له پوستې د تېرېدو پر مهال رامنځته شوې، خو د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي د جمعه خان همدرد د موټرو پر کاروان بريد شوی دی.

ښاغلي سمون بي بي سي ته وويل، نن (جمعه، ۲۰ جون) سهار شاوخوا لس بجې د بلخ د تلاشۍ په اخري دروازه کې پر ښاغلي همدرد بريد وشو.

سمون وويل جمعه خان همدرد ته په بريد کې زيان نه دی رسېدلی، خو څلور ساتونکي يې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

روح الله سمون بي بي سي ته په خبرو کې وويل: ''د مزار شريف په اخري دروازه کې د کمين په شکل د پوليسو په لباس کې زموږ پر کاروان بريد وشو، وروسته له يو نيم ساعت جګړې د بلخ امنيه قومندان سيمې ته راورسېد''.

روح الله سمون وايي د دوی پر کاروان هغه مهال بريد وشو چې جمعه خان همدرد او ملګري يې له مزار شريف نه د کابل پر لوري روان وو.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلی او دا يې د هغو کسانو کار بللی، چې غواړي په هېواد کې وضعيت ګډوډ کړي.

جمعه خان همدرد چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې له زلمي رسول ملاتړ کاوه په دويم په دويم پړاو کې له اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړی دی.

د جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون د بريد پړه پر چا نه ده اچولې او ويلي يې دي چې د پوليسو له پلټنو وروسته به معلومه شي، چې بريد چا کړی دی.

د بلخ امنيتي ځواکونه وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او معلومه به کړي، چې د پېښې اصلي لامل څه وو، او دغه پېښه څنګه رامنځته شوه.

ورته مطالب