کابل کې پر معصوم ستانکزي ځانمرګی بريد شوی

Image caption د کابل امنيتي چارواکي وايي دغه ځانمرګی د يوه کرولا موټر پر مټ شوی دی

د پلازمېنې کابل پوليس وايي نن سهار د سولې عالي شورا د دارالانشاء پر مشر معصوم ستانکزي ځانمرګی بريد شوی، خو ښاغلي ستانکزي ته زيان نه دی رسېدلی.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وويل په دغه بريد کې يو ملکي کس وژل شوی او درې نور سرسري ټپيان دي.

دی وايي پېښه نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقيقې هغه مهال رامنځته شوه چې معصوم ستانکزی د کابل په لويديځه څنډه کې دعوت پوهنتون ته څېرمه په خپل موتر کې تېرېده.

دغه سيمه د پنځمې حوزې اړوند ده او چاودنه قمبر څلور لارې سره نژدې شوې ده.

حشمت ستانکزی وايي پوليس د چاودنې ځای ته ورغلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د بريد پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو افغان امنيتي چارواکي د بريد پړه پر هغو کسانو اچوي، چې په افغانستان کې له سولې سره مخالف دي.

دا د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې له ترسره کېدو وروسته په پلازمېنه کابل کې لومړنی ځانمرګی بريد دی، چې پر معصوم ستانکزي وشو.

هلمند چاودنه

د افغانستان له سويل نه راپورونه وايي په هلمند ولایت کې د ناټو ځواکونو درې سرتېري په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.

که څه هم ناټو ځواکونو د دغې پېښه کره ځای او د وژل شويو کسانو هوويت نه دی په ډاګه کړی.

خو د هلمند چارواکي وايي د نادعلي ولسوالۍ په نرۍ مانده سيمه د بهرنيو ځواکونو پر موټرو چاودنه شوې ده.

د والي وياند عمر ځواک وایي پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې بهرني ځواکونه په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.

د انځور حقوق
Image caption چارواکي وايي چاودیدونکې توکي په یوه موټر سایکل کې ځاي پر ځای شوي و

د ځواک په خبره چاودیدونکې توکي په یوه موټر سایکل کې ځاي پر ځای شوي دي.

خو له سیمې څخه راپورونه ښيي چې د بهرنیو ځواکونو د زغروالو ګاډو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی دی.

وسلوالو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او بهرنيو ځواکونو ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د دغه ډلې يوه ویاند رسنيو ته ويلي برید د یوه کرولا موټر پر مټ شوی چې د ده په خبره تر ۱۰ زیات بهرني پوځیان په کې وژل شوي دي.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د ناامنيو زيات راپورونه ترې ورکول کېږي.

کونړ تاوتريخوالی

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په یوه برید کې د ملي پوځ درې سرتېري او ۵ پاڅون کونکي وژل شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل پېښه تاییدوي او وايي دغه برید کې ۵ پاڅون کونکي ۳ پوځیان او یو محلي پولیس وژل شوي دي.

سیمه کې زموږ خبریال وايي، چې وسله والو لومړی د پوځ پر پوسته برید کړی او د پوستې له نیولو وروسته یې پاڅون کونکي هغه مهال ووژل، چې د نیول شوې پوستې لور ته ور روان وو.

زموږ خبریال زیاتوي، له ډېری وژل شویو کسانو نه سرونه غوڅ شوي او وايي مړي یې لا هم د پېښې په ځای کې پراته دي.

وسلوالو طالبانو بیا ویلي دغه برید دوی کړی او ادعا کوي، چې تر ۲۰ ډېر پوځیان او پاڅونوال یې وژلي دي.

ورته مطالب