دواړو ټاکنیزو ډلو د م،م د دریځ هرکلی وکړ

Image caption د ملګرو ملتونو مرستیال استازي ویلي دوی نه شي کولای ټاکنو ته د ولاړ یو کاندید په خوښه د کمېسیون د چارواکو د لرې کولو پرېکړه وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دواړو نوماندانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی خو د دواړو ډلو په غبرګونونو کې ژور توپير څرګند دی.

د اشرف غني احمدزي ډله وايي چې دغه څه باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د چارو خنډ نه شي خو د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله بیا وايي چې د ملګرو ملتونو وروستی دریځ د هغوی غوښتنې نه شي ځوابولی.

تر دې وړاندې ښاغلي عبدالله له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې په راټوکیدلې ټاکنیزه لانجه کې مداخله وکړي.

له کابله محمود کوچی په دې اړه په خپل رپوټ وايي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هیسوم پرون د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي و.

ښاغلي عبدالله په دغه کتنه کې د قسمي پایلو د ځنډولو او له دندې د کمېسیون د دارالانشا د مشر ضیا الحق امر خیل پر لرې کولو ټینګار کړې و.

که څه هم له دغې کتنې وروسته د قسمي پایلو په اعلانولو کې ځنډ راغلی خو ښاغلي هیسوم ویلي چې دوی نه شي کولای ټاکنو ته د ولاړ یو کاندید په خوښه د کمېسیون د چارواکو د لرې کولو پرېکړه وکړي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز دفتر غړی فضل الرحمن اوریا وايي سره له دې چې دوی په ټاکنیز بهیر کې د ملګرو ملتونو د مداخلې هرکلی کوي خو وايي چې ډله یې په ټاکنو کې د درغل ګرو د محاکمې غوښتنه هم کوي.

د اشرف غني احمد زي ټاکنیزې ډلې هم د ملګرو ملتونو د دریځ هرکلی کړی خو ټینګار یې پر دې دی چې په افغانستان کې د نافذه قوانینو په رڼا کې دې د ټاکنیزو کمېسیونونو او نوماندانو تر منځ باوري چاپیریال رادبره کړي.

حمیدالله فاروقي بي بي سي ته وویل چې د ملګرو ملتونو مداخله دې د دې سبب نه شي چې د ټاکنیزو شکایتونو چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخې کړي.

د م، م دریځ

د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال نیکولاس هیسوم ویلی و چې افغانان خپله کولای شي چې ټاکنیزې ستونزې هوارې کړي خو په خبره یې که چیرې دغه ستونزې بیا هم هوارې نه شي چمتو دي چې له داوړو نوماندانو او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره خبرې وکړي.

نوموړي د ښاغلي عبدالله د هغې غوښتنې په ځواب کې چې وايي د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا د مشر دنده دې وځنډول شي وویل د ټاکنو کمېسیون غړي د یوه یا بل نوماند په غوښتنه نه شي لرې کیدای.

ښاغلي هیسوم خبریالانو ته ویلي و چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانان تر مشرۍ لاندې د ټاکنو له بهیر سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو په ټاکنو کې د اوو میلیونو خلکو ګډون هم تایید کړ او زیاته یې کړه چې دغه شمېر له نوماندانو سره هم ثبت شوی دی.

اندیښنې

که څه هم چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له دویم پړاو وروسته ټوکېدلي کړکېچ په خلکو کې داسې اندیښنې زیاتې کړي چې ګواکې دغه څه به افغانستان له ترینګلي حالت سره مخامخ کړي خو تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني خلکو ته ډاډ ګیرنه ورکړې چې دغه لانجه به هواره شي.

ورته مطالب