د ټاکنو د قسمي پایلو اعلان وځنډول شو

Image caption د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي چمتو دي چې د ښاغلي عبدالله او د هغه د ټاکنیز ټیم اندیښنې وڅیړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو د ځینو برخو اعلان وځنډاوه.

له کابله د وړانګې علیزۍ د رپوټ له مخې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د ټاکنو لومړنۍ قسمي پایلې یې د ډاکټرعبدالله عبدالله، ملګرو ملتونو او د حکومت ترمنځ د خبرو له امله ځنډولې دي.

د دغه کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل دوی چمتو دي چې د ښاغلي عبدالله او د هغه د ټاکنیز ټیم اندیښنې وڅیړي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې تر اوسه یې له ملګرو ملتونو سره د ښاغلي عبدالله د غوښتنو په اړه خبرې نه دي کړي خو په ټاکنیز بهیر کې د ناظر په ډول د ملګرو ملتونو د مرستې هرکلی کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال نیکولاس هیسوم وایي افغانان خپله کولای شي چې ټاکنیزې ستونزې هوارې کړي خو په خبره یې که چیرې دغه ستونزې بیا هم هوارې نه شي چمتو دي چې له داوړو نوماندانو او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره خبرې وکړي.

نوموړي د ښاغلي عبدالله د هغې غوښتنې په ځواب کې چې وايي د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا د مشر دنده دې وځنډول شي وویل د ټاکنو کمېسیون غړي د یوه یا بل نوماند په غوښتنه نه شي لرې کیدای.

ښاغلي هیسوم خبریالانو ته وویل ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانان تر مشرۍ لاندې د ټاکنو له بهیر سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو په ټاکنو کې د اوو میلیونو خلکو ګډون هم تایید کړ او زیاته یې کړه چې دغه شمېر له نوماندانو سره هم ثبت شوی دی.

لاریونونه

د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند عبدالله عبدالله د پلویانو لاریونونو نن (غبرګولي ۳۱) په دویمه ورځ هم په کابل ، بلخ او کندز کې دوام وکړ.

د ښاغلي عبدالله پلویانو د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې خیمې وهلې وې او ټینګار یې کاوه چې تر هغه چې د دوی غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکوي.

د کابل په ځینو سیمو خلکو د دغه لاریونونو پر وړاندې توند غبرګون ښوولی او وايي مظاهره چیان باید د نورو خلکو ورځنی ژوند ټکنی نه کړي.

ورته مطالب