خوست کې ۱۳۰۰۰ وزيرستاني ماشومان واکسين شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption تر دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې د وزيرستان له ماشومانو د پوليو ويروس په افغانستان کې تيت شي

د افغانستان په سويل ختيځ خوست ولايت کې روغتيايي چارواکي وايي تر اوسه يې د وزيرستاني کډوالو څه دپاسه ۱۳۰۰۰ ماشومان د پوليو پر ضد واکسين کړي دي.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ بي بي سي ته ويلي وزيرستاني ماشومانو ته د واکسين لړۍ روانه ده او دوی له ډېورنډ کرښې سره پر پوله يو کلينک هم جوړ کړی چې ماشومانو ته واکسين او نور درمل ورکوي.

يو شمېر ناتاييد شوي راپورونه وايي چې د وزيرستان ځينې کډوال لا هم نه غواړي ماشومان يې واکسين شي، خو افغان لوری اندېښنه لري، که کډوال ماشومان واکسين نه شي ښايي دغه ويروس په سويل ختيځو ولايتونو کې هم خپور شي.

ويل کېږي له هغه راهيسې چې د پاکستان د پوځ له لوري په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملياتو د پيلېدو خبرداری ورکړای شوی خوست ولایت ته زرګونه کورنۍ د جګړې له وېرې وراوښتې دي.

د وزيرستان کډوال د ډيورنډ پر پوله له ډېرو سيمو خوست ته وراوړي، خو چارواکي وايي په رسمي ډول ايله ۱۵۰۰ کورنۍ ثبت شوي دي.

د خوست ولايت مقام د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو له ادارې (يو، ان، ايچ، سي، آر) نه غوښتي چې د چارو د سمون په موخه په خوست کې ځايي دفتر پرانېزي.

د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې هم د يوې خبر پاڼې په ترڅ کې په خوست کې د ځايي دفتر پرانستو ته چمتووالی ښوولی دی.

يخ او وچه ډوډۍ

په سيمه کې د بي بي سي خبريال الياس وحدت وايي د مرستو رسولو چارې پڅې دي او تر اوسه ايله ۵۰۰ کورنيو ته خيمې، د پخلنځي سامان او يوه اندازه خوراکي توکي ورکړا شوي دي.

دی وايي پاتې کډوال د ځايي خلکو په کورونو، حجرو/ ميلمستونونو، خالي او کرايي کورونو کې اوسېږي، چې ځايي خلک خواړه اوبه او کمبلې ورکوي.

ښاغلی وحدت وايي هغه چې د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې دېره دي، ډېرې اسانتياوې نه لري او خلک يې د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.

خو دی وايي سوداګر او ځايي خلک دغه پنډغالي/ کمپ ته د خوړو پاخه شوي ديګونه، يخ او وچه ډوډۍ وروړي.

د هېواد پال ځواک په نوم يوه خيريه ټولنې نن (دوشنبه، ۲۳ جون) په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته دارو درمل وروړي دي.

الياس وحدت وايي له دغې ټولنې سره ډاکټران هم شته او هغه کسان چې ناروغان وي تر معاينې وروسته درمل ورکول کېږي.

ورته مطالب