د افغان فابریکو ۳۰٪ کارکوونکي بې کاره شوي

د انځور حقوق
Image caption دوی د فابریکو د تولیداتو د کمښت یو اصلي لامل، ټاکنیزې لانجې بولي او ددغې لانجې اوږدېدو اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وايي په دغه هېواد کې د فابریکو ۳۰ سلنه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، ټاکنیزو لانجو د افغانانو د ژوند نورو برخو تر څنګ په هېواد کې دننه تولیداتو هم اغېز کړی دی.

یو شمېر د لارو د بندښت څخه ځوریږي چې د ولسمشرۍ د یوه نوماند پلویانو د خلکو پر مخ تړلې دي. ځینې نور بیا د بیو له لوړېدو او یو شمېر نور بیا نورې ستونزې لري.

خو د کابل ښار په ختیځ د کابل په صنعتي ښارګوټي کې صنعت کاران راټول شوي او د ولسمشرۍ له نوماندانو په ټینګه غواړي چې نور د خلکو د اندېښنو لامل نه شي د دغو فابریکو یو مشر:

''افغانان ډاډه وو چې ټاکنې کیږي او د افغانستان برخلیک ټاکل کیږي. چې وروسته خلک کولای شي پرمختګ وکړي او خپل کارګر ډېر کړي. ځکه هر نوماند د خصوصي سکتور او صنعت د پرمختګ لپاره بېلابېلې ژمنې کړې وې. خو اوس چې خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او قربانۍ یې ورکړې خو اوس د اندېښنو یوه فضا رامنځ ته شوې ده. موږ خو خپل مسولیت ادا کړ اوس باید نوماندان هم خپل مسؤولیت ادا کړي''.

زیاتره صنعت کاران وايي د روان کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع له وړاندې د دوی پر کار او تولیداتو منفي اغېز درلود خو دوی د ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېرې هیلې درلودې.

د مارکوپولو فابریکې چې په افغانستان کې یې شپږوږ نورو تولیدي فابریکو ته خام مواد برابرول.

ددغې فابریکې مشر باز محمد وايي اوس مهال یې له دولسو ماشینونو یواځې دوه ماشینه کار کوي او ډېر لږ تولیدات لري.

د انځور حقوق
Image caption په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې تر درې سوو ډېرو فابریکو کار پیل

د یوې بلې فابریکې څښتن ظریف ګل وايي اندېښنه ورسره ده چې افغانستان یو ځل بیا د اویایمې لسیزې جګړو ته ستون نه شي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې یو شمېر افغان پانګوالو چې زیاتره یې په بهر کې اوسېدل له نسبي امنیته په ګټې اخیستنې خپلې پانګې افغانستان ته راوړې او په بېلابېلو چارو بوخت شول.

هغوی شاوخوا درې سوه فابریکې جوړې کړې چې په بېلابېلو برخو کې تولیدات لرل او زرګونو افغانانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړه.

افغان حکومت هم هغوی ته د افغانستان په پنځو ولایتونو کې صنعتي مېنې جوړې کړې او پانګونې ته یې وهڅول.

ورته مطالب