"په ۳۴ ولایتونو کې زموږ رایې ډیرې شوي"

Image caption "زموږ رایې پاکې دي او دې ته چمتو نه یو چې د ولس پر رایه جوړ جاړی وکړو"

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي نن (جون ۲۵) ماښام په کابل کې خبري غونډې ته وینا وکړه او په خپل سیال یې غږ وکړ چې د ټاکنو بهیر او قانون ته درناوی وکړي.

د دویم پړاو له ټاکنو وروسته چې د جون په ۱۴مه نېټه ترسره شوې، دا لومړی ځل و چې ښاغلی اشرف غني رسنیو ته راڅرګند شو.

نوموړي چې په کابل کې یې د خپلې ډلې د ځینو پېژندل شویو څېرو تر څنګ خبریالانو ته وینا کوله وویل چې د قانون حاکمیت تر ټولو مهم دی او زیاته یې کړه چې د ولس پر رایه به هېڅکله جوړ جاړی ونه کړي.

نوموړي وویل "زه په ښکاره دا وایم چې زموږ رایې پاکې دي. د پردې تر شا هېڅ ډول جوړ جاړی نه دی شوې. ولس پر موږ باور کړی، د دوی رایه له موږ سره امانت ده او موږ به د دوی په رایه هېڅ کله جوړ جاړی ونه کړو"

ښاغلي احمدزي وړاندې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دویم پړاو په ټاکنو کې یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې رایې زیاتې شوي.

نوموړي زیاته کړه، پرته له دې چې له قانون سره سم د ټاکنو بهیر بشپړ شي د ټاکنو له بهیر سره پرېکون اعلانول د ناکامۍ او ماتې نښه ده.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني یوازیني سیال ډاکټر عبدالله څه موده وړاندې د ټاکنو له کمېسیون غوښتي و چې د رایو شمېرنه دې وځنډول شي.

نوموړي ادعا لرله چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او د خپلې ډلې له غړو یې هم غوښتي و چې د ټاکنو له کمېسیون سره دې هر ډول همکاري بنده کړي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې همدې ته په اشارې له خپل سیاله وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون له خوا دې د رسمي پایلو اعلان ته منتظر شي.

نوموړي وویل: "زما پوښتنه د اصلاحات او همګرايي له ټیم نه دا ده چې د ټاکنو اړوند شکایتونه ولې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه ورسپاري".

ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپلو خبرو کې د افغانستان له ټوله ولسه په ځانګړې توګه له مېرمنو مننه وکړه چې په ننګوونګي حالاتو کې د رایو مرکزونو ته راغلل او خپلې رایې یې وکارولې.

نوموړي همداراز د ټاکنو پر کمېسیون هم غږ وکړ چې د مهالوېش سره سم دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ورته مطالب