"د هلمند جګړه کې ۴۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې"

Image caption موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې تر ډيره امنیتي وضعه کنترول شوې

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په څلور شمالي ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ۴۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د امنیې قومندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وایي چې افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې د پرمختګ په حال کې دي.

د نوموړي په خبره ده په موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې يې ترډيره امنیتي وضعه کنترول کړې.

ښاغلی باقي زوی وایي چې د سنګین په ولسوالۍ کې یې وسلوال په شا تمبولي او دم ګړۍ افغان ځواکونه په سیمه کې د هغو ماینونو په شنډولو بوخت دي چې د وسلوالو له خوا ایښودل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تیرو پنځو ورځو په اوږدو کې تر ۵۰ زیاتو ولسي وګړو ته ځاني زیان اوښتی چې ډیری یې په سیمه کې د ښخو شویو ماینونو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې په جګړه کې شاوخوا ۱۰۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدارنګه ۱۰۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

خو د سنګین ولسوالۍ دټولنیزې شورا مرستیال حاجي ميراجان بیا په روانه جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر هغه لوړه بولي چې چارواکو رسنیو ته ښوولې.

ښاغلی میراجان وایې یوازې د سنګین په جګړه کې تر۵۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د سنګین ولسوالۍ دغه مشر وایې چې لاهم په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې ټول زیان یې ولسي وګړو ته رسېږي.

د جګړې بل لوری وسلوال طالبان هم په دغه جګړه کې خپل لاس بر بولي او وایي چې د هلمند په شپږو ولسوالیو کې یې ګڼې امنیتي پوستې نیولي او افغان امنیتې ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په جګړه کې د دوی یوازې پنځه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب