کندهار کې د اتو محلونو رايې باطلې اعلان شوې

د انځور حقوق AP
Image caption "د دوهم پړاو ټاکنو په تړاو ۱۳۴ شکایتونه ثبت شوي و"

د کندهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ٧٥ قرنطين شويو محلونو د رايو تر ارزونې وروسته د اتو محلونو رايې باطلې اعلان کړې.

د کندهار د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري وايي چې دا محلونه يې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو څخه د شکايتونو پر بنسټ قرنطین کړي.

هغه زياته کړه چې د دوهم پړاو ټاکنو په ترڅ کې د دواړو ټاکنيزو ټيمونو له لوري ١٣٤ شکايتونه ثبت شوي.

د نوموړي په وینا له دغو شکايتونو زیات شمېر یې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزي ډلې له لوري و چې پر امنيتي چارواکو او د کمېسيون پر کارکوونکو يې د درغليو تورنه پورې کړي وه.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ يې ياد شکايتونه په علني ډول د ټاکنو د څار د مسولينو په وړاندې وڅېړل، خو د ډاکټر عبدالله د ټيم غړو په کې ګدون ونه کړ.

دى وايي، چې دوى د هغوئ پرته هم خپل کار ته ادامه ورکړه او له څېړنې وروسته یې د ٧٥ قرنطين شويو محلونو څخه د اتو محلونو رايې باطلي اعلان کړې.

په همدې مهال د کندهار د ټآکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې دلته د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د شفافيت لپاره د اوو محلونو رايې بيا شمېري.

ددغه کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وايي چې ١٨ نور محلون بيا ارزوني ته اړتیا لري څو دا کره کړي چې اسناد يې پوره دي کنه؟

که څه هم د کندهار ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې د پراخو درغليو ادعاوي کېږي، خو د کندهار اوسېدونکي خپلو رايو ته درناوی غواړي او د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو یې غوښتنه دا ده چې حق ته غاړه کېږدي.

ورته مطالب