ملي امنيت کابل کې د بريدګرو ډله نيولې

Image caption ملي امنيت په ''کابل ښار کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره ځانګړي امنيتي تدبيرونه'' نيولي دي

د افغانستان څارګره اداره ملي امنيت ادعا کوي د بريدکوونکو هغه ډله يې نيولي، چې هڅه يې کوله په پلازمېنه کابل کې پر لاريونونو او غونډو بريدونه وکړي.

ملي امنيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي په دغه ډله کې پنځه د بريد پلانوونکي او درې ځانمرګي دي، چې د ښار په ختيځه څنډه کې نيول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه کسان پر داسې مهال نيول شوي، چې په وسلو سنبال وو او ځانمرګي واسکټونه ورسره وو.

خو وسلوالو مخالفينو د ملي امنيت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ملي امنيت وياند حسيب صديقي بي بي سي ته وويل بريدګر پلان درلود په کابل کې پر لاريونونو او غونډو بريدونه ترسره کړي.

ښاغلي صديقي وويل که بريدګر بريالي شوي وای، نو په ځانمرګو بريدونو کې به سلګونه ملکيان وژل شوي وای.

د ملي امنيت وياند ادعا وکړه چې دغو کسانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په خپل اعتراف کې ويلي چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړه يې قومنده ترلاسه کوله او روزنه يې لېدلي دي.

د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو راوروسته يو شمېر کسان د هغه څه له امله چې دوی يې په ټاکنو کې درغلۍ بولي په کابل کې لاريونونه کوي.

اوس مهال د کابل ښار په ځينو برخو کې يو شمېر کسانو خيمې وهلي او وايي که د درغليو مخنيوی و نه شي نو پراخ لاريونونه به وکړي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي هڅه يې دا ده چې د رايو شمېرل به شفاف وي او پاکې رايې به له ناپاکو جلا کوي.

د ملي امنيت خبر پاڼې په يوه برخه کې راغلي، چې ملي امنيت په ''کابل ښار کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره ځانګړي امنيتي تدبيرونه'' نيولي دي.

ملي امنيت دغه معلومات پر داسې مهال ورکوي، چې د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی.

رنګين دادفر سپنتا به دغلته له پاکستاني چارواکو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د ولسمشر کرزي ځانګړی پيغام لومړي وزير نواز شريف ته ورسوي.

ورته مطالب