سپنتا په امنیتي مسالو د خبرولپاره اسلام اباد ته تللی

د انځور حقوق .
Image caption افغان پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره هم ګوري.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي مسائلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، په پام کې ده، چې ښاغلی سپنتا به د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د افغان ولسمشر حامد کرزي ځانګړی پیغام ورسوي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ د تیلېفون له لارې له ښاغلي شریف سره د زړه خواله وکړل، خو ورته ویلي یې وو چې په یوه ځانګړي لیک کې به "افغان پلاوی د راتلونکي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د یوې تګلارې په اړه ځینې وړاندیزونه وکړي".

د پاکستان د باندینیو چارو وزارت وايي، له ښاغلي سپنتا سره د اسلام اباد پر سر د کورنیو چارو، دفاع او د بهرنیو چارو افغان وزیران او د ملي امنیت چارواکي هم ملګري دي.

افغان پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره هم ګوري.

پاکستان وايي، د خبرو اصلي ټکی د ژورو امنیتي " همکاریو" په اړه ځان ډاډه کول دي.

اسلام اباد ته د ملي امنیت د سلاکار سفر وروسته تر هغه وټاکل شو، چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پښتون ملت پال مشر محمود خان اڅکزی کابل ته د خپل ځانګړي استازي په توګه د شمالي وزیرستان په لویو پوځي عملیاتو کې د افغان حکومت د همکارۍ ترلاسه کولو لپاره لېږلی و.

پاکستان غواړي، چې افغان ځوکونه پر ګډه پوله امنیت ټینګ کړي او پاکستاني وسله وال افغانستان ته ورپرې نه ږدي.