افغانستان د عراق په څېر نه شي کېدای

د انځور حقوق AP
Image caption جنرال لوریمر پر افغان ځواکونو د امنیت ټینګولو کې باوري دی.

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو قومندان وايي، د روان کال ترپایه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دغه هېواد د عراق په څېر په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.

جان لوریمر بي بي سي ته ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت "کاملاً د عراق له وضعیت بل ډول" دی.

د برتانیا مخکني لوی درستیز لارډ ریچرډ ز ‎ مخکې خبرداری ورکړی و چې د عراق اوسنی وضعیت به افغانستان کې تکرار شي.

خو لوریمر، چې دنده یې روانه اونۍ کې پای ته رسېدنکې ده، دا ډول څرګندونې بابیزه بللې او وايي، افغان ځواکونه اوس د دې جوګه شوي، چې د عراقي ځواکونو په پرتله د وسله والو بریدونه په غوره توګه شنډ کړي:

"ګومان نه کوم چې افغان ځواکونه دې له عراقي پوځ سره پرتله شي، په دواړو هېوادونو کې روان وضعیت فرق کوي، افغانان له نړیوالې ټولنې هلته خپل حضور غواړي".

دی زیاتوي، چې افغان ځواکونو عملاً "ښه کار وکړ"، او په تېرو دوو ټاکنو کې یې ښه امنیت نیولی و:

"لاهم د افغان ځواکونو په لیکو کې ځینې نیمګړتیاوې شته، خو دوی یې د سمولو هڅې لپاره هلې ځلې کوي. د نیمګړتیا ځایونه یې په نښه کړي، نړیواله ټولنه به یې د پوره کولو په برخه کې همکاري وکړي".

لوېدیځو هېوادونو تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغانستان د امنیت ټینګولو لپاره هر کال د ۴ میلیارد ډالر مرستو ژمنه کړې، خو څلور میلیارد ډالر نور به د افغان ځواکونو د راتلونکو وړتیاوو په پیاوړي کولو ولګوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د روانې میاشتې لومړیو کې وویل، د عراق برعکس به افغانستان ته د "القاعدې" شبکې اړوندې اورپکې ډلې بېرته خپلې ځالې جوړې نه شي کړای.

هغه د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د عراق تجربه به افغانستان کې تکرار شي، وویل، چې "هېڅکله هم داسې نه شي کېدای".