اروزګان کې د ۱۲ پوليسو جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق
Image caption د اروزګان چارواکي وایي چې د دغې پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي

په سويلي ولايت اروزګان کې چارواکي وايي د وژل شويو سيمه ييزو پولیسو مړي چې د ټوپک په ډزو وژل شوي تيره ورځ د ګیزاب ولسوالۍ د جلرېز په دره کې موندل شوي دي.

وژل شوي کسان د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان (لالي) پورې اړه لري چې څو میاشتې وړاندې د اروزګان د امنیه قومندان له خوا له دندې ګوښه شوی و.

د سیمه ییزو پولیسو دغه قومندان یو کال وړاندې د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ څخه وسلوال شړلي وو او په دغه ولسوالۍ کې یی د پولیسو مشري پر غاړه درلوده.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي چې وژل شوي کسان وړاندې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ثبت وو، خو کله چې قومندان لالی له دندې ګوښه شو نو هغوی هم خپلې دندې پریښودې.

د والي ویاند ادعا کوي چې قومندان لالی او ملګري یې اوس د حکومت پر خلاف دي او څو ځله یی ګیزاب ولسوالي ته د نوي ټاکل شوي امنیه قومندان سره نښتې هم کړې دي.

قومندان لالي د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ښاغلي نایاب هغه راپورونه ومنل چې په وژل شويو کسانو کې د اروزګان د والي امان الله تیموری خوریی چې په سیمه ییزو پولیسو کې و هم وژل سوی دی.

د اروزګان چارواکي وایي چې د دغې پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دغو ۱۲ سيمه ييزو پولیسو د وژل کېدو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب