دفاع وزارت: "هلمند ته مو تازه ځواکونه استولي"

Image caption د هلمند جګړې له امله نژدې ۳۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي

د افغانستان دفاع وزارت ويلي دي چې هلمند کې له طالبانو سره په جگړه کې ښکېلو سرتېرو د ملاتړ لپاره يې سيمې ته تازه ځواکونه استولي دي.

قومي مشرانو هم سيمې ته تر شلو ډېرو زغزه والو گاډو د رسېدلو پخلى کړى.

دغه جگړه چې اته ورځې مخکې پر سنگين ولسوالۍ د طالبانو په بريد سره پيل شوه وروسته بیا د نوزاد، موسى قلعه او کجکي ولسواليو ته وغځيدله.

سيمه ييز خلک وايي د طالبانو له لوري د هغوى په کورونو او لارو گودرو کې د ماينونو خښېدو له کبله د ماشومانو او ميرمنو په گډون ګن شمېر ولسي وګړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

همدارنگه دغې جګړې زرګونه کورنۍ اړې کړي چې خپل کور کلی پرېږدي.

له دوی یې ډیری مرکز لشکرګاه ته تللي چې په وینا یې تر دې دمه ورسره مرستې نه دي شوي.

خو د هلمند سیمه ییز چارواکو بیا ویلي چې نژدې ۳۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره یې د مرستې رسونې په موخه یو کمېسیون ټاکلی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په ویلي چې د دغو کډوالو سره د مرستې لپاره ولسمشر حامد کرزي ۵ میلیونه افغانۍ بودیجه ورلېږلې ده.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي و چې د هملند په څلورو شمالي ولسوالیو کې جګړه پای ته رسېدلې او امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

په همدې حال کې د افغانستان د وسله والو پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي د یوه پلاوي په مشرۍ د هلمند د ۲۱۵م میوند قول اردو لیدنه وکړه.

پلاوي د سنګین په ولسوالۍ کې د میشتو ملي پولیسو او ملي اردو له ځواکونو سره چې له طالبانو سره په جګړه او تصفوي عملیاتو بوخت دي هم ولیدل.

ورته مطالب