''د ټاکنو پايلې له مهالوېش سره سمې اعلانوو''

د انځور حقوق IEC
Image caption د افغانستان د ټاکنو دويم پړاو د جون پر ۱۴مه ترسره شو چې ميليونونه افغانانو په کې ونډه واخيسته

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې به ټاکلي مهال ویش سره سمې اعلان کړي.

کمیسیون وايي د دوی ټولې چارې بشپړې شوي او په خبره یې په راتلونکو دوو ورځو کې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، تر دې وړاندې ټاکنو ته ولاړ نوماند عبدالله عبدالله ویلي و چې دوی ته د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو پریکړې د منلو نه دي .

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د عبدالله عبدالله د ډلې له وروستي دریځه یوه ورځ وروسته د ټاکنو کمیسیون وویل چې لومړنۍ پایلې به مهال ویش سره سمې اعلان کړي.

د ښاغلي عبدالله ټاکنیزې ډلې په وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې د ټاکنو دواړو کمیسیونونو سره یې پریکون کړی او دغه بنسټونه دوی ته رسمیت نه لري او نه یې پریکړو ته غاړه ږدي.

د ټاکنو مهال ویش سره سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د چهارشنبې پر ورځ د چنګاښ پر یوولسمه نیټه په ډاګه شي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي د دغو پایلو د اعلانولو لپاره د دوی ټولې چارې بشپړې شوي او اعلانولو ته يې بشپړ چمتوالی لري.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویلي چې په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د دوی اعتراضونه دوام لري او د دغو اعتراضونو په پایله کې د هرې پیښې پړه به د ولسمشر او د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو پر غاړه وي.

داسې هم ویل کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د دواړو ولاړو نوماندانو تر منځ د جوړ جاړي لپاره هلې ځلې هم روانې دي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یونما، د دواړو کمیسیونونو او نوماندانو استازي په کې ښکیل دي.

دا رنګه د ښاغلي عبدالله هغو ملاتړو چې په تیرو څو ورځو کې د کابل په بیلابیلو واټونو کې د اعتراض په بڼه خیمې درولې وې، هغه یې غونډې کړي.

ورته مطالب