د کندهار د شمالي ولسواليو د ناامنه کېدو هڅې

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وايي د عملياتو پر مهال ۳۰ وسلوال وژلي دي

په کندهار کې امنيتي چارواکي وايي په تېرو دوو ورځو کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي تر ٣٠ زيات وسلوال وژل شوي دي.

چارواکي وایي د وسلوالو هڅه دا وه چې د کندهار په غورک، ميوند او خاکرېز کي هم د هلمند د شمالي ولسوالیو په څېر جګړه پیل کړي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی وایي په دغو دريو ولسوالیو کې وروسته له هغه د وسلوالو فعالیتونه محسوس شول چې څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو وسلوال د هلمند له یو شمیر ولسوالیو وشړل.

د کندهار غورک، خاکریز او میوند ولسوالۍ د هلمند د شمالي ولسوالیو سره ګډې پولې لري.

د پولیسو د ویاند ضیا دراني په خبره د کندهار امنیتي ځواکونو د وسلوالو د ګواښونو او فعالیتونو د مخنیوي په موخه په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې د ده په ټکو په تېرو دوو ورځو کي څه باندې ۳۰ وسلوال وژل شوي دي.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو امنيتي ځواکونو ته د ځاني زیانونو د اړولو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د کندهار په ګاونډ هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې چارواکي د وسلوالو د مخ په زیاتیدونکو فعالیتونه په اړه انديښنه ښيي.

د ګرمسیر ولسوال ایوب عمر وایي وسلوال په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د ګرمسیر او خانشین تر منځ پرتې دي.

ښاغلی عمر وایي په دغو سیمو کې ځکه د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي چې د دواړو ولسوالیو تر منځ همغږي نه شته او د امنیت ساحې ټاکل شوې نه دي.

جنګي پلان

Image caption د کندهار چارواکي وايي طالبان اوس هڅه کوي د خپلو فعاليتونو لمن له هلمند نه کندهار ته وغځوي

د ولسوال په خبره د خانشین او ګرمسیر تر منځ داسې سیمې شته چې تر دې دمه ځانګړې شوې نه دي چې د کومې ولسوالۍ اړوند دي او د خوندیتوب مسولیت يې د کومې ولسوالۍ ځواکونو دنده ده.

د هلمند د جنوبي ولسوالۍ ګرمسیر چارواکي پر داسې مهال په سیمه کې د وسلوالو د فعالیتونو په اړه انديښنه ښيي چې د تیرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په څلورو شمالي ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانواو افغان امنیتې ځواکونو تر منځ درې نښتې شوې دي.

د دغو نښتو له کبله نه یوازې دا چې په جګړه کې ښکېلو غاړو ته درانه ځاني زیانونه اووښتي، بلکې لسګونه ولسي خلګو ته هم په کې مرګ ژوبله اووښتې ده.

د راپورونو له مخې د دغو جګړو له کبله څه باندې ۳۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

پر همدې مهال د هلمند چارواکو ویلي چې دوی خپل جګړیز پلان ته تغیر ورکړی ځکه ددغو چارواکو په خبره وسلوالو طالبانو د مخامخ جګړې څخه لاس اخیستی او اوس په انفرادي توګه پر افغان امنیتې ځواکونو بریدونه تر سره کوي.

وروستي راپورونه ښيي چې تیره ورځ افغان امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول، چې د سنګین د ساروان کلا، ګرما او یو شمیر نورو هغو سیمو ته غځیدلې لارې پرانیزي چې د تیرو څو ورځو راهیسې د وسلوالو فعالیتونو له کبله بندې شوي دي.

ورته مطالب