سپنتا: "د واک د لیږد تاریخ کې بدلون شونی نه دی"

Image caption ښاغلي سپنتا په ټینګار سره وویل چې د واک د لېږد په تاریخ کې بدلون شونی نه دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، تمه لري چې دواړه کاندیدان به د خبرو له لارې یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي.

ښاغلی سپنتا دا څرکندونې پر داسې مهال کوي چې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین ډلې یو ځل بیا پرون اعلان وکړ چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پریکړې ورته د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، له تخنیکي پلوه د ټاکنیزو کمېسیونونو په پریکړو او کارونو کې د مداخلې حق نه لري خو ټینګار کوي چې د کوچني اختر پر پنځه (د اګست دویمه) به سیاسي واک نوي ولسمشر ته ولیږدوي.

نوموړي چې په ارګ ماڼۍ کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، بیا بیا یادونه کوله چې د واک د لیږد تاریخ کې بدلون شونی نه دی.

حفیظ الله معروف چې په کابل کې د ښاغلي سپنتا خبري ناستې ته ورغلی وايي چې تیره شپه ولسمشر حامد کرزي له خپل لومړي مرستیال محمد یونس قانوني او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مشر احمد یوسف نورستاني سره تر ناوخته د ټاکنو پر موضوعوتو خبرې کړې دي.

که څه هم تر اوسه د دغو خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ښاغلی کرزی او د ټاکنو کمیسیون چارواکي ټینګار کوي، چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به له ټاکلي وخت سره سم، د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

له ښاغلي سپنتا نه په دغه خبري ناسته کې تر ډیره پوښتنې پر دې ورټولې وې، چې ایا حکومت په افغانستان کې د کړکیچ له پيښدو ویره نه لري؟

د هغه ځواب و

"څومره چې زه ډاګټر صیب عبدالله پيژنم، هغه یو ښه سیاستوال دی، فکر نه کوم چې کړکیچ دې رامنځ ته کړي"

خو نوموړي ویل، تمه یې دا ده چې دواړه کاندیداند به د ټاکنو په اړه د خبرو له لارې یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي.

له پاکستانه پر افغان خاوره بریدونه

د ښاغلي سپنتا د خبر بله برخه، له پاکستان سره پر اړیکو ورټوله وه.

نوموړي ویل که دافغانستان شرایط ومنل شي، نو حکومت یې غواړي له پاکستان سره اوږدمهالې ستراتیژیکې اړیکې ولري.

د ترهګرۍ پرضد جګړه او په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځاینونو له منځه وړل له هغو شرایطو و چې ښاغلي سپنتا یې یادونه کوله.

نوموړي تیره اونۍ اسلام اباد ته سفر کړی وو چې له هغه هیواد سره پر داسې لارو چارو خبرې وکړي چې له لارې یې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه شونې شي.

دواړو هیوادونو د دغه کار لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړیدو هوکړه هم کړې ده.

ښاغلي سپنتا وویل چې ټاکل شوې د روانۍ اونۍ په پای کې همدغه کډه کمیټه په اسلام اباد کې لومړۍ غونډه وکړي او د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د راکیټي بریدونو رښتیني لاملونه پیدا کړي.

ورته مطالب