هلمند کې د مرګ ژوبلې لوی لامل ماینونه دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر پنځه اتیا سلنې پورې د سر تلفات د همدې ماینونونو له کبله رامنځته کیږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند جګړه کې د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ستره برخه د هغو ماینونو له کبله وه، چې د دوی مخالفینو سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

د ولسي وګړو تر څنګ د ماینونو ګڼ قربانیان امنیتي ځواکونه هم دي. د دفاع وزارت چارواکي وايي د دغه خطر مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو وايي لا هم په بشپړه توګه تجهیزات په واک کې نه لري، چې د دغه خطر مخنیوی وکړي.

زموږ همکار نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې په دې اړه داسې لیکي:

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې همدا اوس د جګړې په ډګر کې تر پنځه اتیا سلنې پورې د سر تلفات د همدې ماینونونو له کبله ګالي.

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د تېرو ۴۸ ساعتونو مودې کې د افغانستان لر او بر کې د افغان ملي پوځ ۱۰ سرتېري د ماینونو چاودنې له کبله وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، په دا وروستیو کې د هلمند او لوګر ولایتونو نښتو کې هم ورته همدا ماینونه لوی ګواښ وو.

هغه ماینونه، چې افغانستان کې کاروول کېږي، ډېر ډولونه لري او د چارواکو په وینا نژدې ټول یې له بهر نه هېواد ته راوړل کېږي.

دوی وايي، هغه ماینونه چې په هېواد کې دننه جوړیږي هم د هغو کسانو له لوري جوړیږي، چې له هېواده بهر روزل شوي دي.

دې سره دوی وايي، د دغه خطر مخنیوي لپاره یې تر پنځوس سلنې پورې وړتیا تر لاسه کړې ده.

بل لور ته نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د اوټاوا تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شوې وای، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه بولي.

د نښتو دوام بیا د دې لامل کېږي، چې د جګړو په ډګر کې ناچاودلي توکي او ماینونه د ملکي خلکو لپاره د مرګ ژوبلې د تل پاتې خطر په توګه پاتې شي.

ورته مطالب