ننګرهار، لغمان ته د برېښنا پر غځېدلو مزو برید شوی

د انځور حقوق
Image caption ۱۶ میګاواټه برېښنا له نغلو نه ننګرهار او لغمان ته ولېږدوله شوه.

لغمان او ننګرهار ته غځيدلې برېښنا مزي تېر ماښام د بادپښ او سروبي ولسواليو تر منځ د سروبي په سيمه کې د لغمان چارواکو په وينا حکومت مخالفو وسلوالو په ډزو ويشتلي او پر يادو دواړو ولايتونو له همدې امله له تېرې شپې راهيسې برېښنا پرې شوې ده.

يوه مياشت وړاندې هم په همدغه ځای کې د حکومت مخالفو وسله والو له لوري د برېښنا مزي په ډزو ويشتل شوي وو، چې تر درې ورځني ځنډ وروسته لغمان او ننګرهار ته برېښنا بېرته راغله.

ننګرهار او لغمان ته اوس مهال شا و خوا ١٦ ميګاواټه برېښنا له نغلو او سروبي نه لېږديدلې ده چې ١٢ يې ننګرهار او ٤ ميګا واټه يې لغمان ته ورځي.

د دغې برېښنا مزي له يو شمېر نا امنو سيمو تېرېږي، چې وخت نا وخته د وسله والو له لوري پرې کېږي چې له امله يې د برېښنا جريان هم غوڅېږي.

د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې شاوخوا ١٦ مېګا واټه برېښنا له نغلو نه ننګرهار او لغمان ته ولېږدېدوله شوه.

ر دغه پروژه د چارواکو په وینا شا او خوا اوه دېرش ميليونه ډالر لګښت راغلى، چې د اسيا پرمختيايي بانک ورکړى دى.

چارواکو هغه مهال دا هم ویلي و، چې دا يې لومړى قدم دى او تر دې وروسته به نوره برېښنا هم له سروبي نه ننګرهار ته رالېږدول کېږي.

د دوی په وينا ددې له پاره غځول شوي مزي او شبکه د نوي ميګا واټه برېښنا د لېږد ظرفيت لري.

ورته مطالب