جېمز ډوبېنز دنده پرېږدي

Image caption ښاغلي ډوبينز د سوماليا، بالکان او هايتي لپاره هم د ځانگړي استازي په توگه دنده ترسره کړې ده.

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړى استازى جيمز ډوبېنز وايي په روانه ميلادي مياشت کې خپله دنده پرېږدي. ښاغلي ډوبېنز له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د ستونزمنو سياسي حالاتو په تړاو له احتياطه ډک نظر درلود خو د هوارېدو په تړاو يې هيله من برېښېدۀ. د ښاغلي ډوبينز په اند په افغانستان کې رامنځته شوى په ټپه ولاړ حالت په اوسنيو شېبو کې جدي دى او په هېواد کې د وېش او مخالفت راټوکولو ريښتونى خطر را زېږولى شي.

خو نوموړى زياتوي چې دا راز يوه پېښه د افغانستان په څېر هېواد لپاره نا معموله خبره نه ده، ځکه دوى نه غواړي چې د ښو بايلونکو دود ولري. ښاغلى ډوبينز وايي افغانستان د خپلو سياسي ستونزو د هوارولو لپاره د پخوانۍ يوگوسلاويا او عراق په پرتله په ډېر ښه دريځ کې دى.

د دۀ په وينا په دغه هېواد کې مذهبي، ژبني او توکميز توپيرونه ژور نه دي. ښاغلي ډوبينز د سوماليا، بالکان او هايتي لپاره هم د ځانگړي استازي په توگه دنده ترسره کړې ده. د سپتمبر د يولسمې له پېښو وروسته د جورج بوش د ادارې لخوا افغانستان لپاره د امريکا ځانگړى استازى وگمارل شو.

نوموړي په ٢٠٠١ م کال کې د بن کنفرانس کې د اجماع په جوړولو کې هم مرسته وکړه چې په پايله کې حامد کرزى د افغانستان د لنډمهالي ولسمشر په توگه غوره شو.

ټاکل شوې چې د ښاغلي ډوبينز مرستيال ډانيل اف فېلدمن چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ته نږدې کس بلل کېږي، د هغه ځاى ناستى شي.