م.م:افغان جګړه کې د ماشومانو کارولو اندېښمن کړي یو

Image caption په رپوټ کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د ځانمرګو بریدونو یا نورو خطرناکو کارونو لپاره د کوچنیانو د ګومارلو بېلګې وړاندې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي پروسږکال په افغانستان کې شاوخوا سل تنه کوچنیان د جګړې لپاره ګمارل شوي او کارول شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون د کوچنیانو او وسله والو نښتو په اړه په خپل کلني رپوټ کې د زورزیاتي بېلا بېل ډولونه چې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د کوچنیانو پر ضد کېږي یاد کړي دي.

په رپوټ کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د ځانمرګو بریدونو یا نورو خطرناکو کارونو لپاره د کوچنیانو د ګومارلو بېلګې وړاندې شوې دي.

په دغه رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو هم په ځېنو مواردو کې له کوچنیانو ناوړه ګټه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو په خپاره شوي رپوټ کې د هغو سرغړونو د لړۍ جزییات راغلي چې د افغان ماشومانو پر وړاندې تر سره شوي دي.

د جګړې په ډګر کې د ماشومانو له کارولو نیولې تر تښتونو او پر روغتونونو او ښوونځیو باندې تر بریدونو پورې یو شمېر تاوتریخجنې پېښې د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې یادې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، دوی د داسې دوه اویا (۷۲) ماشومانو قضیې ثبت کړې، چې د ځینو عمرونه پکې آن تر اتو کلونو وو او د طالبانو او حقاني شبکې په څېر حکومت مخالفو ډلو لخوا د ځانمرګو بریدونو تر سره کولو او بمونو جوړولو او ځای پر ځای کولو لپاره ګومارل شوي دي.

دغه اداره وايي، د تېر کال د مۍ میاشتې په یوه پېښه کې یوه پینځلس کلن ماشوم په غزني کې د سیمه ییزو پولیسو پر قوماندان ځانمرګی برید وکړ چې پنځه کسان پکې ووژل شول.

په دغه رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د حکومت لخوا پنځه ویشت تنه ماشومان د جګړه ییزو موخو لپاره کارول شوي دي.

د رپوټ له مخې، په دوی کې یو دولس کلن ماشوم هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې افغان پولیسو دی د یوه شکمن توکي پلټلو ته اړ کړ.

ملګري ملتونه وايي، د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله په جنګي لیکو کې د کم عمره کسانو د ګومارنې په اړه بشپړ مالومات په لاس کې نشته.

په دغه رپوټ کې یوه مثبت ټکي ته هم اشاره شوې ده او هغه دا چې د افغان پولیسو د جلب و جذب په مرکزونو کې د ماشومانو د خوندیتابه څانګو لسګونه ماشومان د پولیسو په لیکو کې له ګومارل کېدو ژغورلي دي.

په ټولیزه توګه په دغه رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د ۲۰۱۲ پرتله د کوچنیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د مالوماتو پر بنسټ، په دغه کال کې لږ تر لږه ۵۴۵ ماشومان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د ډېری دغو مرګ ژوبلو پړه د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو پر غاړه ده. خو طالبانو بیا په تېر کې دا ډول وړاندې شوې شمېرې تل رد کړې دي.

د دغه رپوټ له مخې، افغان ماشومان پر ښوونځیو باندې د تر سره شویو بریدونو له کبله هم اغېزمن شوي دي.

د دوی له ډلې لږ تر لږه ۷۳ پېښې په نښه شوې چې د ښوونځیو له انګړونو سره نژدې د چاودېدونکو توکیو ځای پر ځای کول هم پکې شامل دي.