جان مک کین د ولسمشرۍ له نوماندانو سره کتلي

Image caption د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د ټاکنو له کمیسیونونو سره پرېکون اعلان کړی و.

د امریکايي جمهوریت غوښتونکي سناتور جان مک کین په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) سره یې کتلي دي.

په دې کتنه کې سناتور لینزي ګرېهام، کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهام، او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم موجود وو.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې ویاند حمیدالله فاروقي بي بي سي ته وویل: "دواړو غاړو د ټاکنو له اړخه د رامنځ ته شوې لانجې د حل پر لارو چارو وغږېدل".

ښاغلي فاروقي وویل، په دې کتنه کې د راتلونکي حکومت د کافي مشروعیت پر چارې ټینګار وشو، او دا غوښتنه هم وشوه، چې ټاکنیزو کمیسیونونو ته دې د شفافو پایلو اعلانولو ته په کافي اندازه وخت ورکړل شي.

حمیدالله فاروقي وویل، اشرف غني احمدزي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د تحول او تداوم ټیم د راتلونکي مشروع حکومت جوړېدو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

بل خوا د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند مجیب رحیمي وویل، د مک کین او عبدالله ترمنځ د خبرو اصلي ټکی د ټاکنو د رامنځ ته شوې لانجې د ختمولو لپاره د حل لارې لټول وو.

ښاغلي رحیمي وویل، امریکايي پلاوي په دې کتنه کې وویل، د ټاکنو د شفافیت رامنځ ته کېدو په برخه کې د هر راز ګام اخیستو ملاتړ کوي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د ټاکنو له کمیسیونونو سره پرېکون اعلان کړی و.

Image caption حمیدالله فاروقي وویل، اشرف غني احمدزي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د تحول او تداوم ټیم د راتلونکي مشروع حکومت جوړېدو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

خو ښاغلي رحیمي وویل، که چېرې د دوی غوښتنو ته پام وشي، له ټاکنیزو کمیسیونونو سره به له سره همکاري پیل کړي.

وړاندې، د اروپايي ټولنې څارونکي پلاوي د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

اروپايي ټولنه د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلیو د جدي پلټنې غوښتنه کوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغو محلونو رایې به بیا وشماري چې شمېر یې تر ۵۹۹ لوړ دی.

ورته مطالب