د کابل پر هوايي ډګر توغندي توغول شوي دي

د انځور حقوق AP
Image caption د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه برید په ساحه کې اور لګیدلی دی.

نن ( پنجشنبه جولای دریېمه ) غرمه مهال د کابل پر هوايي ډګر له نامعلوم لوري درې توغندي توغول شوی دي.

د کابل امنیه قوماندانې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دغه توغندي د کابل هوايي ډګر په پوځي برخه کې لګیدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي د دغه برید په ساحه کې اور لګیدلی دی. په خبرپاڼه کې د اوښتي احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې مخکې د تېرې جون میاشتې په وروستیو کې وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت مرکزي ښار جلال اباد پر هوايي ډګر بريد کړی و.

ځايي چارواکو ویلي و، چې د شپې شاوخوا نهه بجې د هوايي ډګر پر پخواني قراول د لاسي بمونو بريد کړی شوی و.

په ځينو راپورونو کې داسې هم ویل شوي و، چې ګواکې پر هوايي ډګر توغندي لګېدلي، خو د ننګرهار والي ویاند ښاغلي احمد ضیاعبدالزي دا رد کړې وه.

چارواکو ویلي و، په هغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه وه اووښتې او يوازې يو لاروی کس ټپي شوی و.